ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه : په بدخشان کې ۳۰ سیمییز پولیس وژل شوي

سرچینه : په بدخشان کې ۳۰ سیمییز پولیس وژل شوي

author avatar
21 Jul 2017 - 21:12
سرچینه : په بدخشان کې ۳۰ سیمییز پولیس وژل شوي
author avatar
21 Jul 2017 - 21:12

فیض اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): سرچینې وایي،چې په بدخشان ولایت کې د یوه کمین پر مهال۳۰ تنه سیمییز پولیس وژل شوي دي.

دبدخشان دولایتي شورا وکیل  کامل بیګ دچنګاښ په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن سهار په شاوخوا نهو بجو وسله والوطالبانو دیمګان ولسوالۍ له اړخه پر تګاب ولسوالۍ برید کړی و.

هغه زیاته کړه،چې تر دې بریده وروسته امنیتي ځواکونو شاتګ وکړ چې وروسته دطالبانوله کمین سره مخامخ شول او ۳۰ تنه یې ووژل شول.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند  احمد زاهد د یادې پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې په دې برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې،خوکره شمیره یې په ډاګه نه کړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.