ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې یوه کس خپله خواښې وژلې

سمنګان کې یوه کس خپله خواښې وژلې

author avatar
21 Jul 2017 - 15:24
سمنګان کې یوه کس خپله خواښې وژلې
author avatar
21 Jul 2017 - 15:24

ایبک (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): په سمنګان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپله خواښې وژلې، خسر او یوه خوښینه یې ټپیان کړي دي.

د ایبک ښار د پولیسو د لومړۍ حوزې امر سمونمل عبدالحلیم بیک د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه یوولس بجې د ایبک اړوند په ګل قشلاق کلي رامنځته شوې ده.

هغه دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله وبلله.

نوموړی وايي چې قاتل د پېښې له سیمې تښتېدلی خو پولیسو یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

د سمنګان د ملکي روغتون د جراحۍ برخې نوکریوال  ډاکتر عیسی رووفي وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې روغتون د یوې ښځې مړی او د یوې ښځې په ګډون دوه ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې وژل شوې ښځه او ټپیان په تېشه او تبر وهل شوي دي.

بلخوا د قاتل خسر اویا کلن محمد اکبر  چې د لاس او غوږ په برخو کې ټپي شوی، وايي: ((تېره شپه تازه د ده زوم محمد له کابله سمنګان ته راغلی و، کله چې کور ته دننه شو، لومړی یې په تبر باندې زما مېرمن ووژله، وروسته محمد پر ما او زما پر لور برید وکړ، چې په پایله یې کې موږ دواړه ټپیان کړو.))

هغه له حکومت او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې قاتل باید ونیسي او د خپل عمل پر سزا دې ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.