پلخمري (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): د بغلان ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر ګذرګاه نور او نهرين ولسوالیو بریدونه کړي او له امنیتي ځواکونو سره یې په ساعتونو جګړه کړې ده.
د ګذرګاه نور ولسوال نورمحمد ګذر پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو په بورکه ولسوالۍ کې له ماتې وروسته، تېره شپه دوه بجې پر ګذرګاه نور ولسوالۍ برید کړی، خو د امنیتي ځواکونو له خوا شا تګ ته اړ شوي دي.
نوموړي په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د نهرین ولسوال فضل الدین مردي هم وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې له دوو خواوو پر نهرین ولسوالۍ بریدونه وکړل او له امله یې رامنځته شوې نښتې د سهار تر پنځو بجو دوام درلود.
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره، نهرین او ګذرګاه نور ولسوالیو ته د ولسي پاڅون کافي ځواکونه رسېدلي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی کسانو پر نهرین او ګذرګاه نور ولسوالیو بریدونه کړي او دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه راز هغه زیاته کړه چې د ګذرګاه نور ولسوالۍ د دوى تر کلابندۍ لاندې ده.
د بغلان پر نهرین او ګذرګاه نور ولسوالیو د طالبانو له خوا دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د پلخمري ښار په څنډو کې سخته جګړه روانه ده چې تر اوسه یې له امله تر نوي ډېر ملکي او نظامي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغه مطلب د بغلان ملکي روغتون یوه مسوول چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، څرګند کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن