جلال اباد (پژواک، ۳۰ چنګاش ۹۶): د ننګرهار په خوګياڼو او مومندرې ولسواليو کې د وسله والې نښتې او عملياتو پر مهال ٢٤ داعش او دوه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د رسنيو له دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند سيمو کې تېره ورځ د سيمې خلکو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه ژوندي نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولينو د معلوماتو له مخې راغلي چې دغه نښتې د خوګياڼو زون اړوند په تنګي، انارخېل او سليمان خېل سيمو کې شوې دي.
سرچينه کاږي، په نښتو کې پنځه داعشيان ژوندي هم نيول شوي دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وويل چې دا نښتې د د ملکي خلکو او داعش ترمنځ نه، بلکې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ رامنځته شوې چې پرون سهار پيل او تر اوسه پورې يو بل ته په مورچو کې ناست دي.
د ده په وينا، په دې نښتو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د مرميو لګېدو له امله ځينو کورونو ته مالي زيان اوښتی دى.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په بېلې سيمه کې تېره شپه شاوخوا يوولس بجې ځانګړو افغان ځواکونو عمليات کړي دي.
په دې اړه د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خبره شوې اعلاميه کې راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، د عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن