ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د ښځو ناستې لپاره د مناسب ځاى جوړېدو غوښتنه وشوه

خوست ښار کې د ښځو ناستې لپاره د مناسب ځاى جوړېدو غوښتنه وشوه

author avatar
22 Jul 2017 - 13:51
خوست ښار کې د ښځو ناستې لپاره د مناسب ځاى جوړېدو غوښتنه وشوه
author avatar
22 Jul 2017 - 13:51

خوست ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د خوست مدني فعالانې او خلک له ښاروالۍ او نورو مسوولينو غوښتنه کوي چې په خوست ښار کې د ښځو د انتظار او ناستې لپاره مناسب او ځانګړي ځايونه جوړ کړي.

په خوست ښار کې د روغتونونو له انتظارخونو پرته ښځې په دې ښار کې د انتظار او ناستې لپاره کوم مناسب ځای نه لري او زياتره ښځې پر پليو لارو او د سړک پرغاړه خپلو نارينه وو ته انتظار باسي.

د دې ولايت يوې اوسېدونکې نجيلې پژواک اژانس ته وويل، دا ستونزه د ډېرې اندېښنې وړ ده،ځکه په پياده روونو کې ناستې ښځې له نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.

هغې زياته کړه: (( ښځې د سړک پرغاړه او پياده روونو کې کېني. عزت يې هم خوندي نه وي او بدې هم ښکاري. دولت بايد د ښځو  د ناستې لپاره مناسب ځايونه جوړ کړي.))

د خوست د يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکی شفيع الله وايي، هغه ښځې تر ټولو زياتې له ستونزو سره مخ دي چې له ولسواليو ښار ته راځي هغوى اړې دي چې په ساعتونو په پليو لارو کې منتظرې پاتې شي.

شفيع الله له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ښاروالۍ له مسوولينو او خصوصي پانګه اچوونکو وغوښتل چې د دغې ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.

هغه وايي: ((پيادروونو کې چې ښځې کېني، يو خو بې ستره ښکاري، بل د ګرمۍ، باد او باران پرمهال له ستونزو سره هم مخ وي. له دولت نه مو دا هيله ده چې د ښځو دا ستونزه هواره کړي.))

د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د ښځو په نوم څو کاله مخکې جوړ شوی پارک شته، خو د ښاريانو په وينا، له يوه لوري د ښار له ټولو برخو څخه ورته لاسرسی نه کېږي او له بل لوري تر ډېره بريده نارينه ترې ګټه اخلي.

د خوست د ولايتي شورا غړې زهرا جلال پژواک اژانس ته وويل، تر خپل وس پورې يې هڅه کړې  چې ياد پارک د ښځو لپاره تخليه شي، خو د ټول ښار لپاره بسنه نه کوي.

جلال دولتي مسوولينو ته وړانديز لري چې د دغې ستونزې د هواري په خاطر د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښځو لپاره د ناستې مناسب ځايونه  جوړ کړي.

هغې وويل: ((زموږ غوښتنه دا ده چې نور پارکونه بايد جوړ شي. همدارنګه د ښار په بېلابېلو برخو کې واړه واړه انتظار ځايونه جوړ شي، څو ښځې په امن کې کېني او پاڅي.))

په ورته وخت کې د خوست ښاروالۍ مسوولين هم مني چې په ياده برخه کې يې مسووليت نه دی ترسره کړی، خو وايي، پلان لري چې د ښځو ياده ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.