کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۶): وسله والو طالبانو د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د یرغمل شوو ۷۰ ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي.
وسله والو دغه ملکي وګړي دوې ورځې وړاندې د کندهار- اروزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ماڼو او چنار په سیمو کې پر یوې پوځي قرارګاه د ډله ییزو بریدونو پر مهال یرغمل کړي وو.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو دغه ۷۰ ملکي وګړي چې ځوانان او د پاخه عمر کسان هم په کې شامل دي له دولت سره د همکارۍ په تور نیولي او بېولي دي.
خو دی وايي، نیول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او له دولت سره تړلي څوک په کې نشته.
دی زیاتوي، وسله والو همدا نن د یرغمل شوو ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ یې بېرته خوشې کړي، خو ۳۳ تنه لا هم له هغوی سره یرغمل پاتې دي.
د ده په خبره، کشفي ارګانونه پر دې کار کوي چې د یرغمل شوو وګړو د ساتلو ځای تشخیص او تثبیت کړي او هغوی د وسله والو له ظلمه وژغوري.
دوې ورځې وړاندې لسګونو وسله والو د کندهار- ارزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه برید وکړ او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړې دوام درلود.
د امنیتي مسوولینو له قوله، په دې جګړه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي وو او دغه راز ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو.
خو ځینو سرچینو په دې جګړه کې د ډېرو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
وسله والو طالبانو بیا ویلي وو چې په دې جګړه کې یې ۲۶ سرتېري وژلي او ۱۲ ټپیان کړي چې امنیتي چارواکو دا ادعا رد کړې وه.
خو وسله والو طالبانو لا تر دې مهاله د دغې جګړې په ترځ کې د ۷۰ ملکي وګړو د یرغمل کولو او له دې ډلې د ۷ تنو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.
شاولیکوټ ولسوالي چې د کندهار- اروزګان لار هم ورڅخه تېرېږي، د کندهار ښار شمال لوري ته د ۴۰ کیلومتره په واټن پرته ده چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو بریدونه او فعالیتونه ډېر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن