فيض اباد (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له لوري د دغه ولايت پر تګاب ولسوالۍ د بريد په پايله کې، د قوماندان ضمير په ګډون د ولسي پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو ٣٥ سرتېري وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وينا، وسله والو طالبانو پرون د يمګان ولسوالۍ له لارې په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ چې له امله يې امنيتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي وو.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي کامل بېګ حسيني وويل، د طالبانو په ياد کمين کې ٣٥ سيمه ييز پوليس او ولسي پاڅون کوونکي هم غورځېدلي چې په پايله کې يې د قوماندان ضمير په ګډون ټول کسان د طالبانو لاس ته غورځېدلي او له هغه وروسته يې پر ډزو سره ويشتلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال د تګاب ولسوالۍ يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
خو د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري وويل چې وسله والو طالبانو پرون سهار نهه بجې د يمګان ولسوالۍ له لوري د تګاب ولسوالۍ پر کتوبالا او د وکوري سيمو پر پوستو پراخه بريدونه پيل کړي و.
هغه زياته کړه، د ياد بريد په پايله کې ملي پوليس، سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي د شاتګ په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شوي چې په پايله کې يې د قوماندان ضمير په ګډون ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٢٠ نور لادرکه دي.
نظري زياته کړه، د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ياده نښته کې د څو قوماندانانو په ګډون ١٨ امنيتي وژل شوي دي.
د بدخشان د والي وياند دغه راز وويل، وسله والو طالبانو پرون په راغستان ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد کړى، چې ياد بريد د شپې تر اوو بجو پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې د احسان الله عابدي په نوم يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي دى او امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن