ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان او فارياب کې د ترافيکي پېښو له امله ٢٧کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان او فارياب کې د ترافيکي پېښو له امله ٢٧کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Jul 2017 - 11:43
بغلان او فارياب کې د ترافيکي پېښو له امله ٢٧کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Jul 2017 - 11:43

 پلخمري، ميمنه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې په بغلان او فارياب ولايتونو کې د درېيو ترافيکو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او شا وخوا ٢٣ نور ټپيان دي.

د فارياب ولايت د ترافيکو مديريت د پېښو د امريت سرپرست لومړى څارن کريم الله وايي، په لومړۍ پېښه کې د ميمنې ښار د لودين (چهارسموار) واټ کې يوه کرولا موټر له دو پارک شوو موټرو او دوه ريکشاوو سره ټکر کړى، چې له امله يې د دوه ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شول.

هغه زياته کړه: "په دويمه پېښه کې، چې د دويمې امنيتي حوزې په نږدې سيمه کې د پوليسو د يوه رينجر او فيلډر موټر ترمنځ پېښه شوې، له امله يې يو ٦٠ کلن کس چې په واټ کې يې ګرځنده غرفه درلوده؛ ژوند له لاسه ورکړى او يو بل ځوان ټپي شوى دى."

د فارياب د ترافيکو مديريت د پېښو امريت سرپرست د يادو دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه وبلله.

بلخوا د بغلان د پوليسو وياند ذبيح الله شجاع هم وويل، د پلخمري ښار د سېلو په لومړي سړک کې د يوې ترافيکې پېښې له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړى او ١٦ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر د پلخمري ښار له شمرق سيمې د ښار پر لوري روان، د سېلو لومړي سړک ته په رسېدو سره له خپل اصلي سړک څخه اوښتى او له يوې لارۍ سره يې ټکر کړى، له هغه وروسته يې بيا له يوه بل کرولا موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون درې کسان مړه او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.