د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک : مزار شريف د پراختيا له مخې په ښه او بد ښار وېشل شوی

خلک : مزار شريف د پراختيا له مخې په ښه او بد ښار وېشل شوی

Jul 22, 2017 - 18:50

مزارشريف (پژواک، ٣١ چنګاښ ۹۶): د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې دغه ښار د پراختيا له مخې په ښه او بد ښار وېشل شوی دی.

خو د ښاروالۍ مسوولين دغه ادعا ردوي.

د مزارشريف ښاروالۍ د خلکو پوښتنې او د ښاروالۍ ځوابونه تر سرليک لاندې د بلخ مدني ټولنو په همغږۍ د چنګاښ په ٣١مه، غونډه جوړه کړې وه چې په کې د مزارشريف ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له مسوولينو سره خپلې پوښتنې مطرح کړې.

د مزارشريف ښار شمال لور ته د دشت شور سيمې  اوسېدونکي عبدالجبار، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه وويل، له تېرې لسيزې د مزارشريف ښار پراختيا په متوزانه بڼه پر مخ نه ځي.

نوموړي زياته کړه، مزارشريف ښار د پراختيا او ښاري خدمتونو وړاندې کېدو له اړخه په ښه او بد ښار وېشل شوی دی.

هغه وايي : ((له بدغه مرغه موږ يې د بد لوري اوسېدونکي يوو، چې انکشاف او په کې شته ښاري خدمتونه د نشت برابر او بېخي بې کفيته دي.))

جبار وويل، د مزارشريف ښار سوېلي لوري کې د شمال لوري په پرتله د خلکو استوګنه خورا کمه ده، خو بيا هم هغه لوري ته ډېره پاملرنه کېږي.

د مزارشريف ښار بل اوسېدونکي عطاالله ښاروال تر فشار لاندې وګاڼه، چې له امله يې په سمه توګه د چارو مديريت نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه، په ښاروالۍ کې د ځينو ادارو داسې مسوولين شته  چې ملاتړ يې کېږي.

هغه د ادارو او ملاتړ کوونکو نوم په ډاګه نه کړ؛ خو دا يې وويل، د ښاروال پرې تر دې وس بر نه دی، چې چارې پرې په سمه توګه تر سره کړي.

بلخوا د مزارشريف ښاروال نصيراحمد عيني د ښار د نامتوازنې پراختيا په تړاو لګېدلي تورونه رد کړل.

نوموړي زياته کړه، ښاروالۍ د خپل ښاري پراختيايي منل شوي پلان له مخې پر مخ ځي.

هغه د سږني کال عوايدو په تړاو وويل، د روان کال د شپږو مياشتو عوايد يې د تېر کال هغو په پرتله ۱۸ سلنه ډېر شوي دي.

نوموړي همداراز په مزارشريف ښار په تېرو شپږو مياشتو کې  د شلو وړو او اوږدو سړکونو د قير کېدو د چارو د پيل  يادونه هم وکړه.

د بلخ ولايت مدني فعال احمد جاويد پژواک ته وويل، د خلکو پوښتنې او د ښاروالۍ ځوابونه به څېر پروګرامونه د حکومت او خلکو تر منځ واټن کمېدو کې مثبت اغېز ښندلی شي.

نوموړي زياته کړه، که څه هم ورته پروګرامونه تر ډېره نمايشي بڼه لري؛ خو بيا يې هم تر سره کېدل ګټور وبلل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement