ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ۳۵ وسله والو او ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار کې ۳۵ وسله والو او ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
23 Jul 2017 - 13:54
کندهار کې ۳۵ وسله والو او ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
23 Jul 2017 - 13:54

کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۶): د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز په میوند ولسوالۍ کې بیا امنیتي ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې د میوندي په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له ۶ نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی او یو تن ژوندی نیول شوی دی.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د یوولسو بجو په شاوخوا کې لسګونو وسله والو د نېښ ولسوالۍ په اړوندو ساحو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شول.

ده زیاته کړه، جګړې څو ساعته دوام وکړ چې ورسره جوخت سیمې ته مرستندوی ځواکونه هم ور ورسېدل.

دی وايي، په دې جګړه کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. دغه راز ۴ پولیس هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د نېښ ولسوالۍ یوه باوري امنیتي سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۱۲ پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا ګډو افغان ځواکونو د میوند ولسوالۍ په برنګ سیمه کې عملیات کړي دي.

درانی وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یو پټنځای په نښه شوی چې په ترڅ کې یې د میوندي په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د وسله والو تش په نوم ولسوال له ۵ نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوي دي.

ده وویل، په دغو عملیاتو کې د حمد الله په نوم یو طالب وسله وال چې په قاري شهرت لري، نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۱ رینجر موټر، ۲ سراچه موټرونه، ۲ موټرسایکل، ۲ کلاشنکوفونه، ۱ امریکایي ټوپک، ۱ راکټ انداز، ۶ د راکټ مرمۍ او ۱ د شپې دوربین د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ده په وینا، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په نېش ولسوالۍ کې يې درې پوستي نيولي او ٢٥ سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.