ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هسکې مېنې په بمبار کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ ټپيان دي

د هسکې مېنې په بمبار کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ ټپيان دي

author avatar
24 Jul 2017 - 16:54
د هسکې مېنې په بمبار کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ ټپيان دي
author avatar
24 Jul 2017 - 16:54

جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايتي ادارې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د فاتحې پر مراسمو د پروني بمبار له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکيانو د مرګ ژوبلې د شمېرو ډېروالي تاييد وکړ.

چارواکي دا هم وايي چې  عملیات کوونکو ځواکونو سیمه کې ۲۵ داعش وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې بمبار پرون سهار د يوه ځايي قومي مشر د فاتحې او خيرات پر مراسمو  شوی و.

خو ځينې سرچينې وايي چې د فاتحې دغه مراسم د داعش د يوه وژل شوي قوماندان و چې په کې د داعش ګڼ شمېر غړو او مشرانو هم ګډون درلود.

د پژواک خبري ټېم د زمري په ۲مه د پېښې ځای ته ورغلی او په همدې تړاو يې د ځايي اوسېدونکو او سيمه ييزو چارواکو سره خبرې کړې دي.

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دا مهال د ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات جریان لري چې د جګړې له وېرې تازه په تازه ګڼې نورې کورنۍ هم بېځایه شوې دي.

دغې ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته تر هغه وروسته مرګ ژوبله واوښته چې الوتکو په مریز کنډو کې د استوګنې څلور کورونه بمبار کړل.

د هسکې مينې ولسوال سازولي شینواری وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې داعش وسله والو د خلکو له کورونو پر عملیات کوونکو ځواکونو برید وکړ.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په بمبار شوو کورونو کې یو هم د تازه مړه شوي امان پاچا کور دی، چې د پېښې پر وخت یې  فاتحې ته خپل خپلوان راټول شوي وو.

ولسوال زياتوي: ((لومړى هغوى پر دولتي ځواکونو بريدونه وکړل چې له امله یې اته ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.))

د هغه په وينا، د دولت وسله وال مخالفین ولسي خلک د سپر په توګه کاروي او تل د خلکو له کورونو، ښوونځیو او جوماتونو د پټنځایونو په ډول استفاده کوي.

د سيمې استوګن بيا د ملکي مرګ ژوبلې شمېر تر دې څه لوړ ښيي او وايي لس تنه مړه شوي او اته نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.