ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ د کابل نننى ځانمرګى بريد په سختو ټکو غندلى

ارګ د کابل نننى ځانمرګى بريد په سختو ټکو غندلى

author avatar
24 Jul 2017 - 12:37
ارګ د کابل نننى ځانمرګى بريد په سختو ټکو غندلى
author avatar
24 Jul 2017 - 12:37

څلورم تعقيب-کابل(پژواک، ٢ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې نننى سهارنى بريد چې ٨٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله او مسووليت يې طالبانو واخيست، د اسلامي، انساني او بشري حقونو د اصولو خلاف وباله.

ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي:((ترهګرو د خپلو جنايتونو په لړ کې يو ځل بيا يو نه بښوونکى او بشري ضد عمل تر سره کړ او د ملکي کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر يې د بريد له لارې هغوى ته مرګ ژوبله واړوله.))

سرچينې ليکلي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د جګړې په ډګرونو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې او د ورته بريدونو په تر سره کولو  سره يې خپله ناوړه څېره څرګنده کړه.

په اعلاميه کې راغلي چې د دا ډول جنايتونو په تر سره کولو سره د ترهګرو ډلو په اړه د خلکو کرکه ډېره شوې او د خلکو له غندنې سره مواجه شوي دي.

سرچينې ليکي:((جنايت کارانو ثابته کړه چې تل يې اسلامي، انساني او د بشري حقونو اصول تر پښو لاندې کړي او د خپلو جناياتو دوسيه يې د خلکو او خداى تعالى په حضور کې درنه کړې ده.))

په اعلاميه کې راغلي چې افغان حکومت تل له کوم تفکيک پرته د ترهګريزو ډلو پر ځپلو او ورسره مبارزې ټينګار کړى، د همدې موخې لپاره د امنيتي ځواکونو تنظيم او پياوړتيا ته پاملرنه کوي.

سرچينې ليکلي:((افغان ولسمشر د نننۍ پېښې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايي، شهيدانو ته د جنت دعا کوي او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا غوښتونکى دى.))

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن سهار شاوخوا اووه بجې يوه ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو نه د ډک کرولا موټر له لارې د کابل ښار درېيمې امنيتي حوزې د سرکاريز سيمه کې زاول تحصيلي موسسې ته نږدې بريد وکړ.

سرچينې ليکلي چې په دې پېښه کې ٣٦ ملکي وګړل وژل شوي او ٤٤ نور ژوبل شوي، پر دې سربېره د ملکي وګړو درې موټر له منځه تللي او ١٥ هټۍ هم ويجاړې شوې او يا زيان ورسېدلى دى.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې تر اوسه پورې د بريد موخه نه ده څرګنده شوې.

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې په دې بريد کې د کانونو وزارت يو شمېر کارکوونکي چې په کاسټر موټر کې له ساحې تېرېدل، وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د حکومت د اجرايي رياست د دويم مرستيال محمد محقق کور هم د ځانمرګي بريد سيمې ته نږدې  دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.