د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هسکې مېنې په بمبار کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ ټپيان دي

د هسکې مېنې په بمبار کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ ټپيان دي

Jul 24, 2017 - 16:54

جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايتي ادارې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د فاتحې پر مراسمو د پروني بمبار له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکيانو د مرګ ژوبلې د شمېرو ډېروالي تاييد وکړ.

چارواکي دا هم وايي چې  عملیات کوونکو ځواکونو سیمه کې ۲۵ داعش وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې بمبار پرون سهار د يوه ځايي قومي مشر د فاتحې او خيرات پر مراسمو  شوی و.

خو ځينې سرچينې وايي چې د فاتحې دغه مراسم د داعش د يوه وژل شوي قوماندان و چې په کې د داعش ګڼ شمېر غړو او مشرانو هم ګډون درلود.

د پژواک خبري ټېم د زمري په ۲مه د پېښې ځای ته ورغلی او په همدې تړاو يې د ځايي اوسېدونکو او سيمه ييزو چارواکو سره خبرې کړې دي.

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دا مهال د ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات جریان لري چې د جګړې له وېرې تازه په تازه ګڼې نورې کورنۍ هم بېځایه شوې دي.

دغې ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته تر هغه وروسته مرګ ژوبله واوښته چې الوتکو په مریز کنډو کې د استوګنې څلور کورونه بمبار کړل.

د هسکې مينې ولسوال سازولي شینواری وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې داعش وسله والو د خلکو له کورونو پر عملیات کوونکو ځواکونو برید وکړ.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په بمبار شوو کورونو کې یو هم د تازه مړه شوي امان پاچا کور دی، چې د پېښې پر وخت یې  فاتحې ته خپل خپلوان راټول شوي وو.

ولسوال زياتوي: ((لومړى هغوى پر دولتي ځواکونو بريدونه وکړل چې له امله یې اته ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.))

د هغه په وينا، د دولت وسله وال مخالفین ولسي خلک د سپر په توګه کاروي او تل د خلکو له کورونو، ښوونځیو او جوماتونو د پټنځایونو په ډول استفاده کوي.

د سيمې استوګن بيا د ملکي مرګ ژوبلې شمېر تر دې څه لوړ ښيي او وايي لس تنه مړه شوي او اته نور ټپيان دي.

قومي مشر ملک معروف شاه خان پژواک اژانس ته وويل چې په دې جګړه او بمبار کې د دوو مېرمنو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او د درېيو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اته نور ټپیان شوي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې  دا مهال امنیتي ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې د دولت وسله والو مخالفینو پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

د جګړو او عملیاتو تر پیل مخکې سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې وې او تازه په تازه ډېرو نورو هم د سر ساتنې لپاره خپل کورونه پرېښودل.

د  سيمې يو اوسېدونکی مختار وايي د جګړې له کبله یې  کور او مال پرېښودل او  یوازې یې د خپلې کورنۍ غړي ر وایستل.

نوموړي زياته کړه: ((د جګړې له وېرې نه راغلو، سیمې ته مو قوه راغله، ټول خلک له کلي نه روان وو بس موږه هم راووتلو خاص دا ماشومان مو راسره راویستل نور مو هر څه په کورونو کې پاتې دي.))

خلک پر حکومت نيوکه کوي چې د جګړې ځپلو سیمو دایمې امنیت لپاره تر لنډمهالو عملیاتو پرته د اوږدې مودې امنیت ساتلو تګ لاره نه لري.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد درانی  له حکومت څخه د ولسي خلکو د خوندیتوب غوښتنه کوي او وايي چې د سیمې دایمې ساتلو لپاره پلان جوړ کړي.

دی وايي: ((په سمبولیک شکل نه په اساسي شکل دې هغه سیمې وساتي چې هلته معارف تقویه کولای شي، روغتیايي خدمات  وړاندې کولای شي، مکتبونه خلاصولای شي، که نه هره ورځ زموږ ولسي خلک کله ښکته ځې د دولت له ویرې او کله پورته ځې د داعش او طالب له ویرې ولس د حکومت له دې ستراتیژۍ راضي نه دی.))

سيمه ييز چارواکي د عملیاتو پر مهال د ځواکونو پر همغږۍ ټینګار کوي او وايي چې ورته پاملرنه د ورته نورو پیښو مخه نیولای شي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پرون پژواک اژانس ته ويلي وو چې د ياد بمبار په سيمه کې ملکي وګړي نه وو ، خو دوى بيا هم د ملکي تلفاتو ادعاوې په جدي توګه څيړي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement