کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي چې د ملي وحدت حکومت ډېر پام امنيتي مسايلو ته دى او په نظام کې د اصلاحاتو راوستو او په امنيتي وضعيت کې د بدلون لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده.
د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي چې نن يې د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، ترهګریز بريدونه د افغانستان د خلکو پر وړاندې يو ستر جنايت وباله، ويې ويل چې د دې ډول بريدونو موخه د امنيت ګډوډول او د پرديو موخو عملي کول دي.
هغه وويل چې د دوست او دښمن ليکه معلومه ده زياته يې کړه: "د افغانستان له خلکو څخه زما هيله دا ده چې په دې ډول شرايطو کې هغه دښمن چې د افغانستان د ټولو خلکو دښمن دى او زموږ دښمن دى، پر وړاندې يې بايد په يوه صف کې و اوسو."
هغه زياته کړه چې خلک په اوسنيو شرايطو کې د هېواد له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي او حکومت د خلکو د امنيت خونديتوب مسوول دى؛ خو حکومت په شته امنيتي وضعيت کې د اصلاحاتو او بدلونونو راوستلو لپاره وخت ته اړتيا لري.
د حکومت اجرائيه مشر د کابل نننی ځانمرګى بريد د افغانستان د دښمنانو کار وباله او ويې ويل چې دغه بريد چې د اجرائيه رياست د دويم مرستيال محمد محقق له کور سره نږدې ترسره شوى، د خلکو، امنيت او ثبات د دښمنانو کار دى.
د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ننني ځانمرګي بريد په پايله کې ٢٤ ملکي کسان وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان دي.
ډاکتر عبدالله په ټينګار سره وويل: "له ټولو موجودو نظري اختلافونو سره سره بيا هم موږ د ملي وحدت حکومت او دولت په سر کې د مسوولينو په توګه تل د خلکو د غوښتنو او هيلو او د هغو مسايلو د عملي کېدو هڅه کوو چې د خلکو مربوط کېږي چې د خبرو اترو دروازه مو د تل لپاره پرانيستې پرېيښې څو يووالي، يوزړه توب او يو لاس توب ته ورسېږو."
هغه دغه راز زياته کړه: "له بده مرغه په هلمند کې د پوليسو مرګ ژوبله لرو، ګډې څېړنې پيل شوې دي او يوه تېروتنه وه چې بايد نه واى رامنځته شوې او د غوڅ ملاتړ مسوولين قانع دي چې تېروتنه د دوى له خوا شوې ده."
هغه په ډاګه کړه چې د خلکو لپاره د پېښې د دليل روښانه کېدو او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره د بنسټيزو تدابیرو په موخه ګډې څېړنې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن