کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د کابل ځانمرګى بريد چې په ترڅ کې يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، په پراخه کچه وغندل شو.
دغه ځانمرګى بريد نن (د زمري ٢مه) د سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د يوه موټربم په وسيله وشو.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ٢٤ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي، خو نورې سرچينې بيا د وژل شوو کسانو شمېر ٣٥ او د ټپيانو تر پنځوسو زيات ښيي.
یاد برید د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر کورنيو چارواکو، سياستوالو الو او يو شمېر هېوادوالو غندلى دى.
د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته په خپله وينا کې د يادې پېښې د غندلو تر څنګ ويلي چې جنايتکارانو نن خپل يو بل جنايت ثبت کړ.
هغه پر هېوادوالو او سياسونو غږ وکړ چې هر ډول اختلافات شا ته وغورځوي او د دښمن پر وړاندې په يوه صف کې ودرېږي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان هم ياد بريد غندلى او زياته کړې یې ده چې دا د اسلامي، افغاني او بشري ارزښتونو خلاف عمل و.
د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر دغه بريد غندلى او زياته کړې یې ده چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په پوره مېړانه او شهامت د هېواد د هغه مزدور دښمن پر وړاندې جنګېږي چې اعمال یې د انسانیت خلاف دي.
يو شمېر نورو وزيرانو، واليانو او نورو چارواکو هم دغه بريد غندلى دى.
دغه راز حزب اسلامي ګوند هم دغه بريد غندلى او دا يې د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل بللى دى.
د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو يو ځل بيا د افغان ولس پر وړاندې جنايت ترسره کړى.
بلخوا يو شمېر هېوادونو هم دغه بريد غندلى دى، په کابل کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان په زړورو ملکي کارکوونکو دغه مرګونی بريد د انسانيت او د سوله ييز ژوند کوونکو افغانانو پر ضد ښکاره تېرى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن