ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش په جوزجان کې يو قومي مشر وژلى

داعش په جوزجان کې يو قومي مشر وژلى

author avatar
25 Jul 2017 - 15:19
داعش په جوزجان کې يو قومي مشر وژلى
author avatar
25 Jul 2017 - 15:19

شبرغان ( پژواک، ٣ زمری ٩٦): په جوزجان کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د داعش کسانو د دغه ولايت په قوش تپې ولسوالۍ کې يو قومي مشر پر ډزو وژلى دى.

د قوش تپې ولسوال امين الله وويل چې وژل شوى کس ګل اغا نومېده او پنځوس کلن  و چې تېره شپه د داعشيانو له خوا د يادې ولسوالۍ په چقمه چور کلي کې د داعش ډلې پر ضد د تبليغاتو په تور وژلی دى.

د قوش تپې د ولسوال په خبره، دغه قومي مشر تر ډېره د خلکو په منځ کې د داعش ډلې د ناسمو ديني تبليغاتو او ظلمونو په اړه خبرې کولې او دغه کار په قوش تپې ولسوالۍ کې د يادې ډلې د مشرتابه د غوسې لامل شوى او تېره شپه يې ګل اغا له خپل کوره ايستلى او کلي ته څېرمه يې وژلى دى.

هغه وويل چې د ګل اغا مړى نن د ځينو قومي مشرانو له خوا له داعش وسله والو راوړل شو او خاورو ته وسپارل شو.

د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالصمد وويل چې اوس د ولسوالۍ په چاپېر کې وضعيت داسې دى چې څوک د داعش او طالب ډلو پر ضد د خبرو کولو جرئت نه لري او پر هېچا باور نه شي کولاى او ډېر کوچنى غبرګون د سړي د سر په بيه تمامېږي.

هغه وويل چې ګل اغا زړور سړى و او کله کله يې د خلکو په منځ کې د داعش د ظلم او سرزوریو خبرې کولې چې همدا موضوع د ده د وژلو لامل شوه او خلک د داعش وسله والې ډلې پر ضد کار نه شي کولاى؛ ځکه هغوى تر ستوني په وسلو او مهماتو کې ډوب دي.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې په دې ولسوالۍ کې څلور ورځې مخکې خپل درې کسان له دولتي ځواکونو سره د ملګرتيا او لاس لرلو په شک وژلي او مړي يې يوې څاه ته اچولي وو.

د داعش ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه د ي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.