ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د پکـتيا د کرنې او اوبو لګولو رياست د ٤١ ميليونه افغانيو په لګښت د باغدارۍ، د سبزۍ د توليد او کورنيو ته د چرګانو د ورکړې پروژې پيل کړې.
د پکتيا د کرنې رييس وليد احمد تسل د زمري درېيمه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په دې پروژو کې تر ټولو لويه مېرمنو ته د چرګانو د ورکړې او فارمونو جوړول دي چې څه باندې ۳۶ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
تسل وويل چې چرګان په مرکز ګردېز او احمدابا ولسوالۍ کې ۵۰۰ بېوزلو کورنيو ته ورکول کېږي، چې له وړاندې ټاکل شوې دي.
نوموړی وايي هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګې د هغو يو کال خوراکي توکي او د ساتنې امکانات او روزنه ورکول کېږي.
ده وويل: ((دا بې بضاعته کورنيو ته ورکول کېږي، کومو کورنيو چې دا چرګې ښې وروزلې او ښه نتيجه يې ورکړه، په دويم وار به بيا هم هغوی په دې پروګرام کې نيول کېږي او د دې څو چنده چرګې به ورکول شي. دا له دې کورنيو سره په اقتصادي برخه کې ډېره مرسته کوي.))
د کرنې او اوبو لګولو رييس د بڼ والۍ او سبزي د توليد پروژو يادونه هم وکړه چې شاوخوا پنځه نيم ميليونه افغانۍ لګښت لري او ويې ويل چې بزګرانو ته زراعتي وسايل ورکول کېږي او د اوبو زېرمې ورته جوړېږي.
ده زياته کړه: ((بزګرانو ته مو مهم او عصري زراعتي وسايل او پمپونه ورکړل او خويندو ته په وړيا ډول وسايل ورکول کېږي چې د سبزيجاتو او مېوه جاتو له توليداتو څخه به اچار، مربا او چکني جوړوي، د دې لپاره په مارکيټينګ هم کار شوی او ښه بازار به ولري.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل، اړتيا ده چې له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وشي او په ټوله کې د زراعت د عصري کولو لپاره ګامونه پورته شي.
کټوازی وايي: ((دا لويه پروژه ده چ د چرګانو فارمونه به جوړېږي او د وخت په تېرېدو به څو چنده زياتېږي. همدارنګه خويندو ته د اچارو او جوسو جوړولو وسايل ورکول کېږي او بېرته هغه توليدات ترې اخيستل کېږي. نو په دې پروګرامونو سلګونه کورنۍ له اقتصادي اړخه بسيا کېږي))
بزګرانو د کرنيزو وسايلو په ورکړه او د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره ورسره په کېدونکې مرسته خوښ دي، خو ټينګار کوي چې د زراعت په برخه کې لا ډېر او هر اړخيز کار ته اړتيا ده او بايد اړوند وزارت او ادارې ورته زيات پام وکړي.
د بزګرانو په استازيتوب عبدالجبار وويل چې دوی د اوبولو منظم سيستم، د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار، سړو خونو، شنو خونو او کرنيزو عصري وسايلو ته جدي اړتيا لري.
مېرمنې هم د فارمونو او ځینو محصولاتو په توليد کې ورته پر اسانتياوو برابرېدو خوښې دي او وايي که د مالدارۍ او د دوی له وس سره سم کارونه او پروژې ورته برابرې شي، نو اقتصادي ستونزې به يې هوارې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن