واشنګټن (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د امريکا د دفاع وزارت د کابل د پروني بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې دغه بريد د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کړه.
پرون په کابل ښار کې د کانونو وزارت د مامورينو پر يوه موټر د ځانمرګي بريد له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته چې مسووليت يې هم طالبانو پر غاړه واخيست.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت وياند جېف ډېوېس يوې خبري غونډې ته وويل چې د کابل د ګڼې ګوڼې په ساحو کې بريد ترسره کول، د طالبانو له خوا د جنايتونو په لړۍ کې يوه بله اضافه وشوه.
نوموړي زياته کړې چې دا ډول بې رحمانه بريدونه د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کوي چې له امله يې عام افغانان قرباني کېـږي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي چې په افغانستان کې مېشت ځواکونه يې چمتو دي چې د افغان ملي ځواکونو روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکوي، څو هغوى له خپل هېواده ساتنه وکړى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن