ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش وسله والو له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى

داعش وسله والو له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى

author avatar
26 Jul 2017 - 17:15
داعش وسله والو له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى
author avatar
26 Jul 2017 - 17:15

سرپل (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې داعش وسله والو په سرپل ولايت کې له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى دى.

د سرپل د والي وياند  ذبيح الله اماني د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو قوماندان شېر غضنفر د اجريم کلي له اوسېدونکي ملا تاج محمد سر غوڅ کړى دى.

د نوموړي په وينا چې ملا تاج محمد په سيمه کې دم دعا او تعويذونه کول، نوره کومه ستونزه يې نه لرله.

اماني وايي چې د صياد ولسوالۍ پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د اعش وسله والو په ځېنو نورو ولايتونو کې دا ډول ملايان وژلي او زيارتونه يې په بمونو الوځولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.