ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د عامې روغتيا رياست دوه چارواکي تښتول شوي

په جوزجان کې د عامې روغتيا رياست دوه چارواکي تښتول شوي

author avatar
26 Jul 2017 - 16:16
په جوزجان کې د عامې روغتيا رياست دوه چارواکي تښتول شوي
author avatar
26 Jul 2017 - 16:16

شبرغان (پژواک، ٤ زمری ٩٦): د جوزجان امنيتي چارواکي مني چې طالبانو د شبرغان- مزارشريف له لارې د دغه ولايت د عامې روغتيا د کتلوي معافيت برخې امر او مرستيال تښتولي دي.

د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديرت د کشف امر لومړي څارن نعمت الله کهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکتر ياسين او د دغه رياست د کتلوي معافيت برخې مرستيال خال محمد هغه وخت د طالبانو له خوا وتښتول شول چې له مزارشريف څخه د شبرغان ښار پر لوري روان و.

هغه زياته کړه چې دغه پېښه نن سهار نهه بجې رامنځته شوې او طالبانو ياد دوه کسان لومړى په خپل موټر کې د دې لارې قمساي کلي ته بيولي او وروسته يې موټر خوشى کړى او دوى يې نامعلوم ځاى ته وړي دي.

د جنايي جرمونو د کشف امر وويل: "موږ د دې قضیې د پيدا کولو لپاره لومړني کارونه پيل کړي؛ خو تر اوسه  نه يو توانېدلي چې ياد دوه کسان پيدا کړو او دغه کسان د تورن امرالله ډلې د کسانو له خوا تښتول شوي چې په جوزجان ولايت کې د طالبانو يو سرګروپ ګڼل کېږي."

د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکتر فريدون حبيب د دې پېښې په اړه بې خبري وښوده او ويې ويل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه د امنيتي ارګانونو له مسوولينو څخه وپوښتل شي.

سرچينې په دې اړه چې دغه دوه کسان نن خپلو دندو ته حاضر شوي و که نه؟ وويل چې ډاکتر ياسين او خال محمد نن د عامې روغتيا رياست ته مراجعه نه ده کړې.

حبيب دغه ټکي ته هم اشاره وکړه چې د دغو دوو کسانو د تښتول کېدو او لا درکه کېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري؛ خو زياته يې کړه چې دواړه ډاکټران د دندې اجرا کېدو لپاره له عامې روغتيا څخه د باندې وو.

خو د جوزجان د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل چې له ډاکتر ياسين او خال محمد سره د سرپل ولايت يو واکسيناتور هم ملګرى و.

ياد شوې موضوع زياته کړه چې هغوى درې واړه د کابل ولايت د روزنيز سيمينار له ختمېدو وروسته د شبرغان ښار پر لوري د حرکت په حال کې وو چې د قمسا کلي سره نږدې، د طالبانو له ډلې سره مخامخ شوي او وسله والو کسانو د سرپل ولايت واکسيناتور خوشى کړى؛ خو ډاکتر ياسين او خال محمد يې له ځان سره بيولي دي.

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد هم د دې پېښې په اړه بې خبري و ښوده او ويې ويل چې طالبان په مجموع کې ډاکترانو ته زيان نه رسوي؛ خو ځيني وخت غير مسوول وسله وال کسان پر دې ډول کارونو لاس پورې کوي او د خپلو ناوړه عملونو پټولو لپاره د طالبانو نوم  اخلي.

هغه زياته کړه:" که د دې پېښې په اړه معلومات پيدا کړي، له رسنيو سره به يې شريک کړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.