شبرغان (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د جوزجان چارواکي وايي چې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست څه باندې شپږ زره کورنيو ته د څښاک روغتيايي اوبو زمينه مساعده کړې ده.
د جوزجان د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د پروګرامونو مشر انجنير ماهيار صديقي وويل چې د ټانکرونو په مرسته يې د شبرغان ښار لسو لرې کلو او د قوتش تپې ولسوالۍ اوسېدونکو ته يې د څښاک اوبو رسولو پروګرام پيل کړى دى.
هغه زياته کړه: ((د دغه کلو اوسېدونکي د کار دغه موسم کې د څښاک اوبو ته له لاسرسي محرومېږي، خو دغه پروګرام ته د څلوېښتو ورځو لپاره دوام ورکوو، د اړتيا پر مهال يې غځولى هم شو.))
صديقي زياته کړه چې په دغه پروګرام کې د درزاب، قوش تپې نه د جګړې په سبب بې ځايه شوو ته هم پاملرنه وکړي.
د شبرغان ښار د طاغن اريغ يوه اوسېدونکي حميدالله وويل: ((خلک مو د غبرګولي له پنځلسمې را په دېخوا د څښاک اوبه نه لري، د لړم تر مياشتې به دا ستونزه دوام وکړي، په دې موده کې د شبرغان ښار له ٢٥ کيلومترۍ نه اوبه راوړو، بشکه په لس افغانۍ اخلو.))
د شورايغ کلي اوسېدونکي سخيداد وويل: ((خوښ يو چې کلي ته مو وړيا اوبه وېشل کېږي، دولت راته پاملرنه وکړه او خلک د اوبو له پېرلو خلاصېږي، ځکه چې ټول يې د پېرلو توان نه لري.))
د چارواکو په خبره، په جوزجان ولايت کې لږ تر لږه اويا سلنه خلک روغتيايي اوبو ته لاسرسى نه لري؛ ځکه له تروو اوبو، د څاګانو، ډنډونو او سرخلاصو اوبو نه ګټه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن