ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چهار اسياب کې له چاودېدنکو توکو ډک موټر کشف شوى

په چهار اسياب کې له چاودېدنکو توکو ډک موټر کشف شوى

author avatar
26 Jul 2017 - 13:47
په چهار اسياب کې له چاودېدنکو توکو ډک موټر کشف شوى
author avatar
26 Jul 2017 - 13:47

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د نيولو خبر ورکوي.

د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياست موظفينو يو هېنو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د کابل چهار اسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړى دى.

سرچينې زياته کړه، طالبانو په يوه موټر کې ٢٥٠٠ کيلوګرامه بېلابېل چاودونکي توکي لکه امونيم نايټرېټ په ماهرانه ډول د ٥٠ بوجيو له لارې ځاى پر ځاى  کړي وو او غوښتل چې درنه چاودنه پلان کړي.

خبرپاڼه وايي چې دغه بريد  په لوګر کې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د مسوول نصرالله مشهور په حذيفه له لوري پلان شوى و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد کس پلان درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چهار اسياب ولسوالۍ له لارې کابل ښار ته ورسوي.

د ملي امنيت د عمومي رياست د معلوماتو له مخې، د طالبانو ډلې له وړاندې ځانګړې موخې ټاکلې وې، څو د موټر په ورسېدو سره په کابل ښار کې ترهګريز بريد وکړي.

په خبرپاڼه کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د نيولو وخت او ځاى ته اشاره نه ده شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.