کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د حکومت د اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي مرحلې د ارزونې غونډه وشوه.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٧ لمريز کال د تلې په مياشت کې ترسره شي.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسيون او اړوندو افغان او بهرنیو ادارو په ګډون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي مرحلې د ارزونې غونډه تېره شپه جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس نجیب الله احمدزي غونډې ته وویل چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې، د نوم ليکنې او رایه اچوونې د مراکزو د څرنګوالي او کتنې، د رايه اچوونې د مراکزو د ارزيابۍ په موخه د روزونکو د روزنې د پروسې د پیل او د رایې اچوونکو د فهرست بندۍ لپاره د لازمې ټکنالوجۍ د ترلاسه کولو په هدف خپل فعالیتونه نهايي کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په مالي برخه کې هم ستونزې نه لري او له پلان سره سم به د روزونکو د روزنې لړۍ او په تعقيب يې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مراکزو د څرنګوالي مطالعه پيل کړي.
هغه يادونه وکړه چي د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په مرحله کې د لازمې ټکنالوجۍ درلودو په برخه کې يې هم فعالیتونه نهايي شوي او هېڅ ډول ستونزه او اندېښنه نه لري.
په ياده غونډه کې د ثبت احوال نفوس خپلواکې ادارې رييس همایون محتاط وويل چې اداره به يې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په موخه د لازمې ټکنالوجۍ په برابرولو او استفاده کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن