کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د نښتې له امله د پروان- باميانو لار تړل شوې او په سيدخېلو ولسوالۍ کې د غلو او پوليسو په نښته کې د پوليسو يو افسر وژل شوى دى.
د پروان په غوربند دره کې د عامه نظم پوليسو د کنډک قوماندان هارون مبارز وايي چې نن سهار وسله والو مخالفينو د سياه ګرد ولسوالۍ په پل رنګاب سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه وايي چې دا مهال (له غرمې مخکې لس بجې) د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته روانه ده.
مبارز وويل چې تر اوسه يې له دې نښتې څخه د مرګ ژوبلې راپور نه دى ترلاسه کړى.
د سيمې دوو اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې نښتې له امله په ياده سيمه کې د پروان- باميانو لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
خو مبارز وايي چې ياده لار نه ده تړل شوې.
د يو بل خبر له مخې، د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزى وايي، تېر ماښام د سېدخېلو ولسوالۍ په کاکه خېلو سيمه کې د پوليسو او وسله والو غلو تر منځ نښته کې د سيدخېلو ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت مرستيال نوراحمد وژل شوى او يو پوليس سرتېرى ټپي دي.
هغه وويل چې پوليسو د دې نښتې په تړاو درې کسان نيولي او وسله وال غله د سېدخېلو د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي.
خو د کاکه خېلو سيمې اوسېدونکى جمشېد وايي، چې اصلي وسله وال غله تښتېدلى او نيول شوي کسان چې د کاکه خېلو اوسېدونکي دي، بې ګناه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن