د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني په هلمند کې د امنیت راوستو ډاډ ورکړ

ولسمشر غني په هلمند کې د امنیت راوستو ډاډ ورکړ

Jul 27, 2017 - 15:12

لښکرګاه (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې ډېر ژر به د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې مثبت بدلون راشي او د امنيتي سرتېرو ستونزې به هم حل شي.

ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د امنيتي حالاتو د ارزونې په موخه نن سهار هلمند ولايت ته تللى و او له غرمې وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

غني د دغه سفر په ترڅ کې په ٢١٥ ميوند قول اردو کې د هلمند چارواکو او سرتېرو ته وينا وکړه.

هغه وويل چې په تېرو څو مياشتو کې امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې په مارجې، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تاريخي ماتې ورکړي.

ولسمشر وويل چې د يو منظم پلان له مخې به ډېر ژر د هلمند د امنيت په ټينګښت کې مثبت بدلون راشي.

د هغه په وينا، کومې ستونزې چې سربازانو او بريدملانو ورسره شريکې کړې، ژمنه کوي چې د يوې مياشتې په موده کې به يې حل کړي.

ولسمشر زياته کړه: ((په امنيتي بنسټونو کې په هېڅ صورت تبعیض د منلو نه دی...دښمن ستاسو ظرفیت په اړه غلط قضاوت لري، هغوی به اوس پوه شوي وي چې ستاسو د پښو دوړو هغوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.))

ولسمشر وايي چې د جګړو له امله د بې ځايه شو\يو کورنيو په اړه يې يوه بشپړه طرحه جوړه کړې چې دوه مياشتې وروسته به يې عملي چارې پيل شي.

غني هلمند ته د دغه سفر په ترڅ کې د یاد ولايت له عامو خلکو سره ونه وليدل او په دې اړه يې و ويل: ((ولس سره مې ځکه ونه لیدل چې زه پلان لرم يو ځل له ټولو قول اردوګانو څخه لیدنې وکړم، بيا خلکو سره هم وګورم.))

غني دا هم وويل که چېرې کابل بانک نه شي کولاى په خپل وخت د امنيتي ځواکونو معاشونه ورکړي نو بديل به يې ولټول شي.

دغه راز په دې غونده کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو اړينه همغږي شته او خلک يې هم ملاتړ کوي.

هغه ولسمشر ته په خطاب کې وويل: ((هلمند د افغانستان د امن کیلۍ ده، په امنیتي برخه کې هلمند ته ستاسو جلالتمآب لا زیاته پاملرنه غواړو.))

حيات ټينګار وکړ چې د هلمند سرحدونه دې کنټرول شي او هم دې د نشه یي توکو قاچاق کوونکو پر وړاندې جدي عکس العمل وښودل شي.

نوموړي وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکي د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي او په دې برخه کې له حکومت سره هم همکاره دي.

هغه دا هم وويل چې په دې ولايت کې د پرله پسې جګړو له امله خلک ډير زيانمن شوي، بايد اړينې مرستې ورسره وشي.

دغه راز په دې غونډه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي وويل چې امنيتي سرتېري لوړ مورال لري نو له همدې امله د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په دوامداره توګه عمليات روان دي.

خو هغه ټينګار وکړ چې د پوليسو د وسلو، موټرو او نورو برخو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه له حکومتي ځواکونو سره دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement