لښکرګاه (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې ډېر ژر به د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې مثبت بدلون راشي او د امنيتي سرتېرو ستونزې به هم حل شي.
ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د امنيتي حالاتو د ارزونې په موخه نن سهار هلمند ولايت ته تللى و او له غرمې وروسته بېرته کابل ته راستون شو.
غني د دغه سفر په ترڅ کې په ٢١٥ ميوند قول اردو کې د هلمند چارواکو او سرتېرو ته وينا وکړه.
هغه وويل چې په تېرو څو مياشتو کې امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې په مارجې، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تاريخي ماتې ورکړي.
ولسمشر وويل چې د يو منظم پلان له مخې به ډېر ژر د هلمند د امنيت په ټينګښت کې مثبت بدلون راشي.
د هغه په وينا، کومې ستونزې چې سربازانو او بريدملانو ورسره شريکې کړې، ژمنه کوي چې د يوې مياشتې په موده کې به يې حل کړي.
ولسمشر زياته کړه: ((په امنيتي بنسټونو کې په هېڅ صورت تبعیض د منلو نه دی...دښمن ستاسو ظرفیت په اړه غلط قضاوت لري، هغوی به اوس پوه شوي وي چې ستاسو د پښو دوړو هغوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.))
ولسمشر وايي چې د جګړو له امله د بې ځايه شويو کورنيو په اړه يې يوه بشپړه طرحه جوړه کړې چې دوه مياشتې وروسته به يې عملي چارې پيل شي.
غني هلمند ته د دغه سفر په ترڅ کې د یاد ولايت له عامو خلکو سره ونه وليدل او په دې اړه يې و ويل: ((ولس سره مې ځکه ونه لیدل چې زه پلان لرم يو ځل له ټولو قول اردوګانو څخه لیدنې وکړم، بيا خلکو سره هم وګورم.))
غني دا هم وويل که چېرې کابل بانک نه شي کولاى په خپل وخت د امنيتي ځواکونو معاشونه ورکړي نو بديل به يې ولټول شي.
دغه راز په دې غونده کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو اړينه همغږي شته او خلک يې هم ملاتړ کوي.
هغه ولسمشر ته په خطاب کې وويل: ((هلمند د افغانستان د امن کیلۍ ده، په امنیتي برخه کې هلمند ته ستاسو جلالتمآب لا زیاته پاملرنه غواړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن