ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرقي استازو او سیاسیونو نوی سیاسي خوځښت جوړ کړ

author avatar
28 Jul 2017 - 10:21
author avatar
28 Jul 2017 - 10:21

 کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۶): د افغانستان د ختیځو ولایتونو لسګونو استازو او سیاستوالو د دې ولايتونو د خلکو حقونو تر لاسه کولو په موخه نوى سیاسي خوځښت جوړ کړ.

دغه اعلان تیره شپه په کابل کې د ولسي جرګې غړي میرویس یاسیني په کور کې وشو، چې په کې د ختیځو څلورو ولایتونو لسګونو وکیلانو، سیاسیونو، پخوانیو والیانو او مخورو برخه اخیستې وه.

دغه راز په دې غونډه کې د ولسمشر ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال، د ولسمشر سلاکار فضل کریم فضل او ځینو نورو دولتي چارواکو هم برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي جاجي ظاهر قدير، حاجي حضرت علي، فریدون مومند، امیر خان یار، انجنیر عبدالغفار، ډاکتر عصمت الله شینواری او انجنیر سیداکرام، په ياده جرګه کې د نورستان د خلکو استازيو مولوي احمدالله موحد او پروین نورستانۍ، په دې جرګه کې د کونړ استازېو وږمه صافۍ او ذیفونون صافى، د ولسي جرګې پخواني غړي سید اسحاق ګیلاني، پخوانیو والیانو شجاع الملک جلاله، فضل الله وحیدي او یو شمېر نورو وکیلانو، مخورو او د ولایتي شوراګانو یو شمېر غړيو برخه اخیستې وه.

حاجي حضرت علي غونډې ته وویل، چې له تېرو اوونیو راهیسې یې په دې اړه مشورې کولې، څو د مشرقي د حقونو ترلاسه کولو او هلته د خراب امنیت په تړاو د حکومت د نه پاملرنې په اړه د دې سیمې مشران په یوه نوي خوځښت کې راټول کړي.

هغه وويل چې دغه خوځښت به لومړى د مشرتابه شورا لري چې میرویس یاسیني او سیداسحاق ګیلاني به یې ویاندویان وي، خو وروسته به ورته اداري پلاوی هم وټاکل شي.

هغه وویل، چې د ټول ختیځ او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت امنیت ورځ تر بلې خرابيږي او په جلال اباد ښار کې هره ورځ د ترور او هدفي وژنو پيښې رامنځته کیږي.

د ده په وینا، د داعش او طالب ترڅنګ اوس د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نوې ډله پیدا شوې، چې سور بیرغ لري.

حضرت علي وویل، چې د دې ناسم امنيتي وضعيت له امله سوداګر او پانګه وال له ننګرهار څخه د تېښې په حال کې دي.  

ده زیاته کړه : “د مشرقي خلک هر دولت او نظام سره درېدلي او ملاتړ یې کړی، خو څرنګه چې لازمه وه مرکزي حکومت د مشرقي له خلکو سره څه نه دي کړي، نه یې حقوق ورکړي او نه يې هم له کدرونو استفاده شوې ده.”

هغه وایي، چې دوی له نظام سره اوس هم کلک ولاړ دی او د امنیت په برخه کې ورسره هر ډول مرسته کولی شي.

د ختیځو ولایتونو د نوي جوړ شوي خوځښت ویاند میرویس یاسیني غونډې ته وویل، چې هر مصیبت له مشرقي پیلیږي او هر افت پر مشرقي پریوځي.

ده نیوکه وکړه، چې ارګ او سپیدار ماڼۍ دواړو د ختیځو ولایتونو لپاره هېڅ نه دي کړي.

هغه تر یادې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دوی به د مشرقي ټولې ټولنې، شوراګانې او خوځښتونه له دې نوي حرکت سره یو ځای کړي.

ده زیاته کړه چې له بهر څخه خلک راوستل کیږي او په مهمو دندو ګومارل کیږي، خو د ختيځو ولايتونو کدرونه په داسې حال کې بېکاره ګرځي چې د هېواد په کچه تر ټولو زیات کدرونه شته.

یاسیني وایي: “موږ نظام نه تخریبوو، ملاتړ یې کوو، نه له نورو قومونو او ولسونو سره ستونزې لرو، خو خپل حق غواړو.”

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال پر یوالی ټینګار وکړ او له د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل چې په اخلاص سره د خپلو حقونو لپاره مبازره وکړي.

 د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې نوي سیاسي خوځښتونه ډېر شوي او یو شمېر نور ایتلافونه او شوراګانې هم جوړې شوې دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.