ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د ستونزو د څېړلو لپاره يو پلاوى افغانستان ته لېـږي

د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د ستونزو د څېړلو لپاره يو پلاوى افغانستان ته لېـږي

author avatar
29 Jul 2017 - 18:02
د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د ستونزو د څېړلو لپاره يو پلاوى افغانستان ته لېـږي
author avatar
29 Jul 2017 - 18:02

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د فوټبال نړيواله ادارې (فيفا) د افغانستان د فوټبال وضعيت څېړلو په موخه يو پلاوی کابل ته رالېږي.

د افغانستان د ٢٢ ولايتونو د فوټبال مسوولينو د زمري په ٧مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې فيفا دغه پلاوى د دوى په غوښتنه رالېږي څو د افغانستان فوټبال فدراسيون کې شته ستونزې وڅېړي.

د جوزجان ولايت د فوټبال فدراسيون مشر امان الله فيضي يادې غونډې ته وويل چې دوى څه موده مخکې په فوټبال فدراسيون کې د شته ستونزو په موخه د فوټبال نړيوالې ادارې (فيفا) ته ليکونه (ايميلونه) استولي وو.

هغه زياته کړه: «له څو مياشتو پرله پسې شکايتونو وروسته بالاخره د روان لمريز کال د زمري په ٢مه (د جولای په ۴ مه) مو له فيفا څخه ځواب ترلاسه کړ چې په کې د ستونزو د څېړنې او حل ژمنه شوې وه.»

فيضي وايي، د افغانستان فوټبال فدراسيون مشر چې کاري موده يې له يو کال راهيسې پوره شوې، بايد رڼو او بېطرفه ټاکنو ته لار هواره کړي.

نوموړي د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوبغاړو سره په توپیري چلند تورن کړ او وايي چې د افغانستان فوټبال فدراسيون سکرتر جنرال له اړوند ادارو سره له مشورې پرته يو شمېر ولایتي مشران له دندو ګوښه کړي او د ځينو نورو دندې يې ځنډولې دي.

د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون مشر حیات الله لوګروال وويل چې شته ستونزې يې له حکومت او نورو اړوندو ادارو سره هم شريکې کړې، خو چا يې شکايتو او غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه.

هغه وايي: «دلته زموږ شکايتونو ته چا غوږ ونه نيولو، ځکه اړ شو چې د فوټبال نړيوالې ادارې (فیفا) ته شکایت وکړو، چې له نېکه مرغه غوښتنې مو واورېدل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د ستونزو د څيړنې او حل په موخه يو پلاوی کابل ته راواستوي.»

د فوټبال ولايتي مسوولينو د فيفا لخوا د رالېږل شوي ليک ( اي ميل) يوه کاپي هم د رسنيو په واک کې ورکړه، په دې اي ميل کې د فيفا سکرتر جنراله فاطمه سمورا ليکلي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ستونزو او ټاکنو په اړه يې ليک ترلاسه کړى دى.

هغې زياته کړې دوى دغه ليک ارزولى او د جولاى په څلورمه په يوه ځانګړې غونډه کې پکې پرې بحث هم شوى دى.

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) سکرتر جنرالې ويلي، چې ډېر ژر به د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د شته ستونزو او د ټاکنو په اړه يو با صلاحيته پلاوى کابل ته وليږي.

د ولایتونو د فوټبال مسوولينو د پرېکړه لیک په صادرولو سره له حکومت او فوټبال فدراسیون څخه وغوښتل چې په فوټبال فدراسیون کې دې ټاکنو ته لار هواره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.