شبرغان (پژواک،٧زمرى٩٦): د جوزجان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او يو کس ټپي دى.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نښته پرون د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ په "سرده، اقساى او مغل" کليو کې پيل او تر تېرې نيمې شپې پورې يې دوام درلود.
هغه زياته کړه چې په دغه نښته کې ٣طالبان او ٤داعشيان وژل شوي چې اوس د دواړو لوريو ترمنځ نښته درېدلې ده؛ خو داعشيان او طالبان د بل بريد لپاره ځانونه چمتو کوي.
امنيه قوماندان وويل:" د دواړو دښمنو ډلو ترمنځ نښته تل د دولت په ګټه ده؛ ځکه دواړه لوري د خلکو د ځورونې لامل کېږي او کله چې دوى سره ښکيل شي، په دې معنا ده چې خلک د دوى له ظلم څخه خلاصېږي."
د درزاب ولسوالۍ سرپرست باز محمد وويل چې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د تېرې شپې په بريد کې د سردرې کلي يوه نجلۍ هم ټپي شوې او د طالبانو څلور موټرسايکلونه هم د داعش ډلې کسانو نيولي دي.
نوموړي وويل چې اوس هم په دغه کليو کې وضعيت کړکېچن دى او هره شېبه احتمال شته چې دواړه دښمنې ډلې بيا سره ښکيل شي.
هغه زياته کړه چې د داعشيانو او طالبانو له ظلم څخه د خلکو د ژغورنې لپاره بايد په درزاب ولسوالۍ کې پراخ عمليات ترسره شي؛ تر څو دغه ولسوالي د ياد شوو دواړو ډلو له شتون څخه پاکه کړي.
د جوزجان امنيه قوماندان وويل:" اوسمهال د جوزجان امنيتي ځواکونه د فارياب په خواجه سبزپوش او دولت اباد ولسواليو کې د طالبانو پرضد د عملياتي پروګرام پر تطبيق بوخت دي او کله چې په دغه سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي، د جوزجان ولايت د قوش تپې او د درزاب ولسوالۍ د پاکولو پروګرام پيلېږي."
د جوزجان ولایت درزاب ولسوالي د شبرغان ښار په ١٠٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې لږ تر لږه اوويا سلنه سيمه يې د طالبانو او داعشيانو په کنټرول کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن