ميمنه (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د فارياب د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې د دې ولايت د پوهنې او د ولايت د بشري سرچينو رييسان د جعل کارۍ، تزوير او اداري فساد په تور زنداني شوي دي.
د فارياب د استيناف څارنوالۍ مشر فريد غوري وويل چې د ياد ولايت د پوهنې مشر غلام سخي بيان او دغه راز د ولايت مقام د بشري سرچينو مشر اسلام الدين حاتمي د جعل او اداري فساد په تور نيول شوي دي.
غوري وويل: "د دوى په رګونو کې بډو اخيستو او فساد ځاى نيولى و، چې په ځانګړي ډول د پوهنې رييس له دې وړاندې هم د څارنوالۍ له ادارې سره له خپلې دندې د ناوړه ګټې اخيستو په تور پنځه دوسيې درلودې."
هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې پر دې سربېره د څلور-پنځو نورو ادارو چارواکي او د پوهنې رييس او بشري سرچينو د شبکې غړي چې په ټولنه کې يې فساد او بډې اخيستل رواج کړي؛ ونيسي او د دوى څېرې خلکو ته وروپېژني.
د فارياب استيناف څارنوالۍ مشر وويل چې د قانون له مخې د څارنوالۍ بنسټ خپلواک دى او هيڅ زورواکي ته په خپلو کارونو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او د هيچا فشار هم نه مني؛ د خداى او ملت لپاره فساد کوونکي د قانون منګولو سپاري.
هغه زياته کړه، پخوا يوازې په عادي غلو قانون عملي شوى او ستر غله چې ملت وينه زبېښي؛ تر اوسه په ادارو کې ناست دي، چې خلک د دا ډول غلو د نيولو په موخه د فارياب له څارنوالۍ سره مرسته وکړي.
د فارياب ولايتي شورا مشر محمد سمېع خيرخواه د فارياب استينالف څارنوالۍ له مشر مننه وکړه او ويې ويل، هرڅوک چې په بډې اخيستو او فساد کې لاس لري؛ بايد ونيول شي او د قانون د حکم له مخې مجازات شي، څو دا کار د نورو لپاره عبرت واوسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن