د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د ستونزو د څېړلو لپاره يو پلاوى افغانستان ته لېـږي

د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د ستونزو د څېړلو لپاره يو پلاوى افغانستان ته لېـږي

Jul 29, 2017 - 18:02

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د فوټبال نړيواله ادارې (فيفا) د افغانستان د فوټبال وضعيت څېړلو په موخه يو پلاوی کابل ته رالېږي.

د افغانستان د ٢٢ ولايتونو د فوټبال مسوولينو د زمري په ٧مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې فيفا دغه پلاوى د دوى په غوښتنه رالېږي څو د افغانستان فوټبال فدراسيون کې شته ستونزې وڅېړي.

د جوزجان ولايت د فوټبال فدراسيون مشر امان الله فيضي يادې غونډې ته وويل چې دوى څه موده مخکې په فوټبال فدراسيون کې د شته ستونزو په موخه د فوټبال نړيوالې ادارې (فيفا) ته ليکونه (ايميلونه) استولي وو.

هغه زياته کړه: «له څو مياشتو پرله پسې شکايتونو وروسته بالاخره د روان لمريز کال د زمري په ٢مه (د جولای په ۴ مه) مو له فيفا څخه ځواب ترلاسه کړ چې په کې د ستونزو د څېړنې او حل ژمنه شوې وه.»

فيضي وايي، د افغانستان فوټبال فدراسيون مشر چې کاري موده يې له يو کال راهيسې پوره شوې، بايد رڼو او بېطرفه ټاکنو ته لار هواره کړي.

نوموړي د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوبغاړو سره په توپیري چلند تورن کړ او وايي چې د افغانستان فوټبال فدراسيون سکرتر جنرال له اړوند ادارو سره له مشورې پرته يو شمېر ولایتي مشران له دندو ګوښه کړي او د ځينو نورو دندې يې ځنډولې دي.

د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون مشر حیات الله لوګروال وويل چې شته ستونزې يې له حکومت او نورو اړوندو ادارو سره هم شريکې کړې، خو چا يې شکايتو او غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه.

هغه وايي: «دلته زموږ شکايتونو ته چا غوږ ونه نيولو، ځکه اړ شو چې د فوټبال نړيوالې ادارې (فیفا) ته شکایت وکړو، چې له نېکه مرغه غوښتنې مو واورېدل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د ستونزو د څيړنې او حل په موخه يو پلاوی کابل ته راواستوي.»

د فوټبال ولايتي مسوولينو د فيفا لخوا د رالېږل شوي ليک ( اي ميل) يوه کاپي هم د رسنيو په واک کې ورکړه، په دې اي ميل کې د فيفا سکرتر جنراله فاطمه سمورا ليکلي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ستونزو او ټاکنو په اړه يې ليک ترلاسه کړى دى.

هغې زياته کړې دوى دغه ليک ارزولى او د جولاى په څلورمه په يوه ځانګړې غونډه کې پکې پرې بحث هم شوى دى.

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) سکرتر جنرالې ويلي، چې ډېر ژر به د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د شته ستونزو او د ټاکنو په اړه يو با صلاحيته پلاوى کابل ته وليږي.

د ولایتونو د فوټبال مسوولينو د پرېکړه لیک په صادرولو سره له حکومت او فوټبال فدراسیون څخه وغوښتل چې په فوټبال فدراسیون کې دې ټاکنو ته لار هواره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وياند سيد علي کاظمي پر فدراسیون لګيدلي تورونه رد کړل او ويې ويل چې فوټبال فدراسیون د قانون له مخې رڼو او بېطرفه ټاکنو ته ژمن ده، خو د ملي شورا د استازو له لوري د فدراسیون په چارو کې مداخله د ټاکنو د ځنډ باعث شوی.

نوموړي د ولایتي مسؤلینو د ګوښه کیدو په اړه وويل: «د ولایتي مسوولینو د انتخاب او ګوښه کیدو چارې د فوټبال ولایتي کلبونوله لوري ترسره کېږې.»

کاظمي وايي، ولایتي مسؤلین د فوټبال ولایتي ټیمونو له لوري ګوښه شوي او د یادو ولایتونو د والیانو او ولایتي شوراګانو د استازو له لوري تأييد شوي چې وروسته د افغانستان فوټبال فدراسیون هم دیادو مسؤلینو ګوښه کېدل تاييد کړل.

کاظمي د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) له لوري د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د ستونزو د څیړلوپه موخه د پلاوي د راتګ هرکلی وکړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement