د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو د کندهار د ښوراوک ځيني کارویزونه ویجاړ کړي

وسله والو د کندهار د ښوراوک ځيني کارویزونه ویجاړ کړي

Jul 29, 2017 - 18:11

کندهار (پژواک، ۷ زمری ۹۶): د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې وسله والو یو کارېز د ماینونو په وسیله ویجاړ کړی دی.

د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ د زمري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۴ بجې وسله والو د دغې ولسوالۍ اړوند پنج پای سیمې ته څېرمه د اوبو یو کارېز په ماینونو الوځولی دی.

هغه زیاته کړه، دغه کارېز د ولسوالۍ یوازینی کارېز و چې اوبه یې لرلې او د خلکو سلګونه جریبه ځمکه او باغونه یې خړوبول.

دی وايي، د دې تر څنګ د دغه کارېز له اوبو څخه د دریو کلیو اوسېدونکو د څښاک لپاره هم ګټه اخیسته چې په ویجاړېدو یې هغوی له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ده په خبره، دا چې په دې ولسوالۍ کې ډېرې کمې دي او ډېر کارېزونه یې پخوا وچ شوي، همدا کارېز د خلکو لپاره حیاتي ارزښت درلود.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کارېز د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د راغلو وسله والو له خوا پر ماینونو ویجاړ شوی دی.

دی وايي، له پېښې وروسته ملي او سرحدي پولیس سیمې ته رسېدلي او هلته یې عملیات کړي چې وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره یې لا معلومه نه ده.

ده زیاته کړه، وسله وال تل نه یوازې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د پنجپای سیمې له لارې دې ولسوالۍ ته راځي، بلکې د پولیسو پر امنیتي پوستو او د استوګنې پر سیمو انداختونه هم کوي.

و مو غوښتل چې په دې اړه د سیمې له اوسېدونکو سره هم خبرې وکړو خو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله و نه توانېدو.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ښورواک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټ ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د دغې ولسوالۍ ټوله ځمکه هواره ده او اوبه پکې کمې دي او له بلې خوا دغې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک خام دى او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو پر مهال پاکستان ته تګ راتګ کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement