د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د وسله والو له خوا د نیول شوو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي

کندهار کې د وسله والو له خوا د نیول شوو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي

Jul 29, 2017 - 17:49

کندهار (پژواک، ۷ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د خلاصون هڅې روانې دي.

هغوی زیاتوي، کشفي ارګانونه د یرغمل شوو وګړو د ساتلو د ځای د تثبیت په موخه کار کوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي.

وسله والو طالبانو شاوخوا نهه ورځې وړاندې دغه ملکي وګړي د کندهار- اروزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ماڼو او چنار په سیمو کې هغه مهال یرغمل کړل چې پر امنیتي پوستو او یوې پوځي قرارګاه یې بریدونه وکړل.

وسله والو تر دې مهاله د یرغمل شوو ۷۰ ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، کشفي ارګانونه په پوره جدیت د یرغمل شوو وګړو د خلاصون لپاره هڅې کوي.

خو هغه زیاته کړه، تر اوسه کشفي ارګانونه په دې نه دي توانېدلي چې د هغوی د ساتل کېدو ځای تثبیت کړي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د ماڼو، چنار او یو شمېر نورو سیموشاوخوا ۵۰ اوسېدونکي د وسله والو د بریدونو له امله کندهار ښار ته راغلي.

په دوی کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې وسله والو له تښتولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

په دې ډله کې یو هم حاجي محمد نعیم دی، نوموړي پژواک اژانس ته وویل: ((په هغه شپه وسله وال چې زینې ورسره وې، د کورونو پر دېوالونو راواوښتل، د هر سړي لاسونه یې په خپل کور کې وتړل او له ځانونو سره یې بوتلل.))

دی وايي، دوی یې د پلټنو لپاره د شاولیکوټ ولسوالۍ د پریان سیمې ته بوتلل، هلته لسګونه بېلابېل موټرونه تر سترګو کېدل چې وسله وال په کې له خپلو وسلو سره سپاره وو.

د ده په خبره، دوی د وسله والو له خوا د پلټنو پر مهال هغوی ته قسمونه وکړل چې له دولت سره کار نه کوي، وروسته د سیمې سپین ږیري هم ورغلل او زارۍ یې ورته وکړې.

هغه زیاته کړه، وسله والو یو شمېر کسان ووژل، یو شمېر یې خوشې کړل او ګڼ شمېر کسان یې لا هم له ځانونو سره ساتلي دي.

دی وايي د وسله والو له بنده تر ازادېدو وروسته د خپلې کورنۍ له غړو سره په یوه جوړه جامو کې راوتلی او هر څه یې همداسې پرې ایښي دي.

نوموړی له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د دوی کلیوال او خپلوان چې دا مهال د وسله والو په بند کې دي ژر تر ژره راخوشې کړي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، امنیې قومنداني له دغو بې ځایه شوو کورنیو سره چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ تنو ته رسېږي، د خوراکي او خیر خوراکي توکو مرستې کړي دي.

ده دغه راز ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د خلاصونو لپاره له ټولو ممکنو لارو کار واخلي.

خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملکي وګړو د نیولو په اړه د چارواکو څرګندونې بې اساسه ګڼلې دي.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي: ((څو ورځې وړاندې طالبانو د شاولیکوټ ولسوالۍ په چنار، ماڼو او باغ دهسره سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او ټولې پوستې یې ونیولې چې پر مهال یې ګڼ شمېر پولیس ووژل شول او ۱۷ تنه ونیول شول چې له تحقیقاتو وروسته بیرته پرېښودل شول.))

د ده په خبره، له دوی سره د ملکي وګړو په نوم څوک بندیان نه دي.

شاولیکوټ ولسوالي چې د کندهار- اروزګان لار هم ورڅخه تېرېږي، د کندهار ښار شمال لوري ته د ۴۰ کیلو متره په واټن پرته ده چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو بریدونه او فعالیتونه ډېر شوي دي.

له همدې امله له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار- اروزګان لار هم تړلې ده.

چارواکي وايي، وسله والو د دغې لارې په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کړي چې امنیتي ځواکونه یې پر کشف او شنډولو بوخت دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement