ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي

پروان کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي

author avatar
30 Jul 2017 - 13:30
پروان کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي
author avatar
30 Jul 2017 - 13:30

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د پروان د ترافيکو مديريت چارواکي وايي چې نن سهار د دغه ولايت د مرکز په پل مټک سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.

د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده ترافيکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له شمال څخه کابل او دغه راز يو فلاينکوچ موټر له کابله کاپيسا ته پر لارې وو، دواړو مټک پل سيمې ته په رسېدو ټکر کړى دى.

پرواني د يادې پېښې لامل د فلاينکوچ موټر تخنيکي عوارض وبلل.

د نوموړي په وينا، د يادې پېښې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

هغه زياتوي چې د پېښې ټپيان د پروان پل مټک يوه شخصي روغتون ته لېږدول شوي، خو څلور کسان يې د سختو ټپونو له امله کابل ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.