د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان په نږدې راتلونکي کې ځانګړې سپوږمکۍ ولري

افغانستان په نږدې راتلونکي کې ځانګړې سپوږمکۍ ولري

Jul 31, 2017 - 11:52

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت وايي چې له هند سره يې خبرې کړې، څو د افغانستان لپاره ځانګړې سپوږمکۍ جوړه کړي.

د دغه وزارت وياند نجيب ننګيال د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه د مخابراتو او ټکنالوجۍ سرپرست وزير سيداحمد شاه سادات په کابل کې د هند له سفير منپريت اوهرا سره وليدل.

هغه زياته کړه، په دې ناسته کې د سوېلي اسیا په سپوږمکۍ کې د افغانستان د ترمينل د پرانيستې، د هند له خوا افغانستان ته د يوې بېلې ځانګړې سپوږمکۍ، د مخابراتو او ټکنالوجۍ په سکتور کې د کدرونو په روزلو، کوچنیو پراختیایي پروژو او پر دوه اړخیزو دوستانه اړیکو خبرې وشوې.

ننګيال وايي، ډېر ژر به د هند او افغانستان ترمنځ د سوېلي اسيا له سپوږمکۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره يو يادښتليک هم لاسليک شي.

د نوموړي په وينا، په دې سپوږمکۍ کې چې ټول ۱۲ ټرانسپونډرونه لري، دوه به يې په وړيا ډول افغانستان ته ورکړل شي.

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت وياند وايي چې له دې سپوږمکۍ څخه به د مخابراتو، ټلوېزيوني خپرونو، کرنې، کانونو او نورو برخو کې ګټه پورته کړای شي.

ده وويل چې همدا راز افغانستان ته د یوه ځانکړي سټلایټ جوړولو او په کابل کې د سټلايټ د يو سټېشن جوړولو اړوند هم بحث وشو.

د هغه وينا، سرپرست افغان وزير د هند له دوامداره مرستو مننه وکړه او هند يې خپل نژدې ستراتيژيک ملګری وباله.

د هند سفير په افغانستان کې د لا ډېرو پراختيايي کارونو هوډ څرګند کړ.

د يادونې ده، افغانستان پخوا له فرانسې څخه په اجاره يو سپوږمکۍ اخیستې وه، خو ترې سمه ګټه نه پورته کېده.

نجيب ننګيال وايي، له هند سره پر دې هم خبرې روانې دي، څو د افغانستان لپاره ځانګړې سپوږمکۍ جوړه کړي، چې سټېشن به يې په کابل کې وي او چارې به يې په خپله د افغانانو له خوا پرمخ وړل کېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement