ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ډلې دوه قومي مخور  ووژل

داعش ډلې دوه قومي مخور ووژل

author avatar
31 Jul 2017 - 18:09
داعش ډلې دوه قومي مخور  ووژل
author avatar
31 Jul 2017 - 18:09

شبرغان(پژواک،٩زمرى٩٦): د جوزجان سيمه ييزو چارواکو ويلي چې داعش ډلې نن سهار  د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ په "پاده ساى" کلي کې دوه قومی مخور وژلي دي.

د جوزجان د والي وياند، محمد رضا غفوري وويل،  دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې د داعش دوو کسانو د سيمه ييزو پوليسو له منسوبينو سره په ټېليفوني اړيکه کې ژمنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي

غفور  زياته کړه:" دغو کسانو  د سيمه ييزو پوليسو منسوبينو ته ويلي و چې دوه سپين ږيري د پاده ساى کلي ته راولېږئ تر څو  د دغو کسانو په همکارۍ او لارښوونې سره، د درزاب ولسوالۍ مرکز ته داخل شي او کله چې دغه دوه سپين ږيري د پاده ساى کلي ته ځي، د داعش ډلې له دوو کسانو سره مخ کېږي او هغوى سمدلاسه دواړه پر ډزو  وژني او د پېښې له ځايه تښتي."

هغه وویل، داعشيانو غوښتل چې سيمه ييزو پوليسو ته په دوکې ورکولو او د خپلو  وسله والو په منځ کې د وضعيت په خرابولوسره بې باوري رامنځ ته کړي څو  وسله وال کسان يې له دولتي ځواکونو سره د يوځاى کېدو جرائت ونه کړي.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور هم د دغو دوو قومي مخورو وژل کېدل تاييد کړل.

د درزاب  ولسوالۍ اوسېدونکي امرالدين وويل چې د داعش ډلې له خوا د دوو قومي مخورو وژل کېدل، د خلکو او يادې شوې ډلې ترمنځ فاصله زياتوي.

دغه کس زياته کړه، پخوا هم داعشيانو دا ډول کارونه ترسره کړي چې د ياد شوې ډلې پروړاندې يې د خلکو  نفرت رامنځ ته کړى او د دوو قومي مخورو وژل کېدل  د خلکو په منځ کې د هغوى پر وړاندې  کرکه زياتوي .

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم داعش ډلې د قوش تپې ولسوالۍ په چمقه چور کلي کې يوقومي مشر د ياد شوې ډلې پرضد د تبليغاتو کولو په تور  وژلى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.