ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ لپاره د طالبانو مرستیال والي او يو قاضي وژل شوي

د بلخ لپاره د طالبانو مرستیال والي او يو قاضي وژل شوي

author avatar
31 Jul 2017 - 16:52
د بلخ لپاره د طالبانو مرستیال والي او يو قاضي وژل شوي
author avatar
31 Jul 2017 - 16:52

شبرغان (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په اقچې ولسوالۍ کې د جوزجان لپاره د وسله والو طالبانو د محکمې نومول شوى قاضي او د بلخ ولايت لپاره د يادې ډلې مرستيال والي له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري وويل چې د بلخ ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي مطيع الله عمري چې پرون د جوزجان ولايت اقچې ولسوالۍ په کلته کلي کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې ټپي شوى و، نن سهار یې ساه ورکړې ده.

دغه راز نوموړي زياته کړه چې د طالبانو له لوري د جوزجان ولايت د خماب ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال قاضي هم په پرونۍ جګړه کې وژل شوى دى.

د جوزجان د والي وياند وويل، دغه راز په ياده جګړه کې د وسله والو طالبانو پنځه نور غړي هم ټپيان شوي او کېداى شي د دې ډلې نور غړي هم وژل شوي وي او د کلته شاخ په کلي کې تر اوسه پورې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او په پرونۍ او نننۍ جګړو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده نښته کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نوموړى زياتوي، طالبانو هم امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې چې په اړه يې کره معلومات نه لري.

نوموړي دغه راز په يوه بل پيغام کې ويلي چې نن سهار يې په کلته شاخ کلي کې د امنيتي ځواکونو يو ټانک له منځه وړى او څلور امنيتي منسوبين يې هم وژلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.