کابل ( پژواک، ٩ زمرى ٩٦) : په زابل ولايت کې د يوې نښتې پر مهال درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دراني د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته وشوه.
هغه زياته کړه، د ولسوالۍ د خارانو په سيمه کې د راکټ يو مرمۍ د ملکي وګړو پر کور لګېدلې چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم هلک او يوه پېغله نجلۍ ټپيان شوي دي.
د ولسوال په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن