د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: د ديپلوماتيکو سيمو د امنيت د ټينګښت لپاره به جدي اقدامات وشي

ولسمشر: د ديپلوماتيکو سيمو د امنيت د ټينګښت لپاره به جدي اقدامات وشي

Jul 31, 2017 - 19:03

کابل(پژواک،٩زمرى٩٦): ولسمشر غني په کابل کې د عراق پر سفارت برید وغانده او ويې ويل چې دغه ډول بريدونه د منل شویو نړيوالو اصولو او موازینو خلاف عمل دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د زمري په نهمه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

ولسمشر غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، ترهګر د پردیو په لمسون او اشاره د ترهګريزو بریدونو په ترسره کولو غواړي چې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان دوستانه اړیکې زيانمنې کړي، خو ترهګر به هېڅ وخت خپلو دغو شومو موخو ته ونه رسېږي.

غني څرګنده کړه، د ديپلوماتیکو ځایونو د امنیت ساتل د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او له همدې امله به د یادو سیمو د خوندیتوب په خاطر زیات اقدامات وشي.

هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه چې په وخت سره يې وکولاى شول دغه بريد مهار کړي.

نن سهار شاوخوا ١١ بجې يوې څلور کسيزې ډلې د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې د انصاري څلورلارې اړوند سيمه کې د عراق پر سفارت بريد وکړ.

دغه بريد تر څلور ساعته جګړې وروسته د بريدګرو او د عراق سفارت د دوه سيمه ييزو کارکوونکو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement