ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بند امير کې څه باندې ١٧٠ ډوله الوتونکي پېژندل شوي

بند امير کې څه باندې ١٧٠ ډوله الوتونکي پېژندل شوي

author avatar
1 Aug 2017 - 16:50
بند امير کې څه باندې ١٧٠ ډوله الوتونکي پېژندل شوي
author avatar
1 Aug 2017 - 16:50

باميان (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د يوه څېړنيز بنسټ موندنې څرګندوي چې د باميانو بند امیر کې د وحشي ژوو پر لسګونو بڼو سربېره ١٧٠ ډوله کم پيدا مرغان هم ژوند کوي چې د ښکار مخنيوى يې اړين دى.

په افغانستان کې د کم پيدا مرغانو او حيواناتو ښکار، د وحشي حيواناتو د ژوند له بنسټيزو ګواښونو ګنل کېږي، خو په باميانو کې د وحشي ژوو د ساتنې لپاره د دې ادارې هڅې سبب شوې چې دلته د نادرو حيواناتو او الوتونکو ډولونه زيات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په ١٣٩٣ لمريز کال کې د هېواد ټولو سيمو کې د الوتونکو ښکار منع کړ. د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست يې وګومارل چې د دغه کار مخنيوى وکړي، د اقتصاد وزارت دې الوتونکو د ژوند سيمو کې د انجيوګانو جوازونه لغوه کړي.))

په باميانو ولايت کې د (تحفظ حيات وحش) په نامه بنسټ يو مشر نصرت الله جاهد وايي چې دې ادارې له شپږو کلونو راهيسې په بند امير (ملي پارک) کې د وحشي ژوو او څارويو د ژوند په اړه هر اړخيزې څېړنې او ساتنې پيل کړې چې په دې موده کې د پټو کامرو او ځانګړو وسايلو پر بنسټ توانېدلي چې بېلابېل وحشي ژوي او الوتونکي وپېژني.

هغه زياته کړه: ((دغه کار مو د وحشي ژوو د ژوند ساتنې په موخه کړى، موږ د وحشي ژوو د ساتنې لپاره ١٩ کسان په بند امیر کې ګومارلي دي چې په ٢٤ساعته ډول دا ساحه څاري، دنده يې دا ده چې بند امیر او شاوخوا سيمو کې له هر ډول ښکار څخه مخنيوى وکړي.))

جاهد په خپلو خبرو کې وويل: ((د وحشي ژوو ساتنې ادارې څېړنې څرګندوي چې بند امیر کې ١٧٧ ډوله الوتونکي چې اکثره يې کم پيدا دي، شته، له دې ډلې يو ډول مرغه شته چې موږ ورته افغاني واورين (فنج) وايو، دا مرغه تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ ځاى کې هم نشته، يوازې بند امیر کې ژوند او پيدايښت لري.))

نوموړي زياته کړه، د دې مرغانو نور ډولونه لکه باز، باښه، کوک، غرنۍ کوترې، سايره، مرغۍ، توتکۍ، د اوبو غرنۍ مرغۍ، فنچ، زرک او لسګونه نور کوچني او لوى مرغان دي چې له دې ادارې سره ثبت شوي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، لسګونه ډوله وحشي حيوانات لکه غرنۍ هوسۍ، فارسي پړانګ، وحشي پيشو، خرس پشۍ، لېوه، ګيدړه او نور هغه تي لرونکي وحشي حيوانات دي چې په دې سيمه کې ژوند کوي.

جاهد وويل چې په دې سيمه کې ښکار له يوې مخې منع دى او حتى څوک د بند امیر د کبانو د ښکار حق هم نه لري، دا محدوديتونه يوازې د بند امير ملي پارک د غوره ساتېن لپاره دى چې تر اوسه يې څارويو او الوتونکو د چاپېريال ښکلا زياته کړې ده.

باميان ګڼ تاريخي اثار او طبيعي سيمې لري چې د بودا نړېدلې مجسمې، غلغله او ضحاک ښارګوټي، يکاولنګ چهل برج او د بند امیر اووه جهيلونه يې د نړۍ فرهنګي ميراثونو کې ثبت شوي دي.

بند امير ته د نږدې سيمې کوه کونک اوسېدنکي غلام حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې د وحشي ژوو د ساتنې له پيل وروسته د هوسيو شمېر هم ډېر شوى او حتى له بند امیر سره نږدې هم په ډله ييز ډول ليدل کېږي.

هغه زياته کړه چې د ژوو ساتنې ادارې زرغونې فضا ته د زيان نه رسېدو په موخه خلک د بند امیر شاوخوا بوټو کولو او د للمو غنمو کرلو لپاره د شاوخوا له کولبه منع کړي، خو د امير بند شاوخوا سيمه په طبيعي ډول پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.