کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې په ملي لوبډله کې ډېر استعدادونه شته، مګر فزیکي ځواک یي تر نورو نړیوالو لوبډلو ټیټ دى.
دغه څرګندونې د افغانستان فوټبال فدراسيون مسوولينو د زمري په ١٠مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي اوتو فيستر وويل، د فوټبال ملي لوبډله کافي اندازه سپورټي مهارتونه لري، مګر د دوی فزیکي ځواک تر نورو ډېر کمزوری دى او د فزیکي ځواک د لوړولو لپاره يې د فوټبال له ملي فدراسیون سره په ګډه پر لنډمهاله او اوږود مهاله کړنلارو کار کوي.
د هغه په وينا، د فوټبال له فدراسيون سره په همکاری په پام کې لري چې په راتلونکي کې د فوټبال ملي ټېم د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه له نړیوالو ټېمونو سره دوستانه او رسمي لوبې په لار واچوي.
نوموړی د فوټبال ملي لوبـډلې وروستیو سياليو ته په اشارې سره وویل: «د فوټبال لوبو پر وړاندې باید احساساتي چلند ونه شي، د ویتنام پر وړاندې د ملي ټېم بریا ټول خلک خوښ کړل، مګر د کمبودیا پر وړاندې له لوبې بایللو وروسته پر لوبغاړو نيوکې زیاتې شوې.»
هغه وویل: «افغانستان کې جګړو او سیاسي بې ثباتیو د فوټبال لوبه هم اغېزمنه کړې، هڅه مو دا ده چې لوبډله له سیاست لرې وساتو.»
د ملي لوبډلې دغه الماني روزونکي فیسټر د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همغږي د بریا ضامن وبلل او زیاته يې کړه چې ملي لوبډله د تېر په نسبت ډېره همغږي لري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال علیرضا اقازاده وويل چې د فوټبال د معیاري کولو لپاره د اسیا فوټبال فدراسیون او د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) په مرسته پر درې کلن پلان کار کوي چې ډېر ژر به دغه ستراتیژي اعلان شي.
نوموړی وايي، د درې کلن پلان په مرسته ۱۳۹۷ لمريز کال کې د لوبغاړو د استعدادونو د ودې په موخه د ۱۴ کلنو او ۱۶ کلنو لوبغاړو لپاره هم ټېمونه جوړوي.
هغه زیاتوي: «د فوټبال فدراسیون له لوري د الکوزي شرکت په مالي مرسته د ملي ټېم لپاره ۲۵ کسیزه لوبډله روزو، یادو لوبغاړو ته د تنخوا، خوراک، لباس او تعلیم آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي.»
د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال محمدیوسف کارګر وویل، د فوټبال لوبې معیاري کول د ورځو او میاشتو کار نه ده، کلونه وخت نیسي څو د یوې پیاوړې لوبډلې شاهدان و اوسو.
هغه وايي، د معیاري لوبډلې د روزلو لپاره سالم مدیریت، په لوبغاړو پانګونه، معیاري لوبغالي او روزنیز کلبونه اړین دي چې لا هم زموږ په واک کې نشته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن