ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په جلا جلا پېښو کې پولیسو، وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Aug 2017 - 19:03
author avatar
2 Aug 2017 - 19:03

کندهار (پژواک، ۱۱ زمری ۹۶): د کندهار په یو شمېر ولسواليو کې وسله والو د امنیتي ځواکو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوې باوري امنیتی سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو د ارغستان ولسوالۍ په وام دره کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۱۰ پولیس وژل شوي او یو سرتېری ورک شوی دی.

یادې شوې سرچینې دغه راز وویل چې په دې برید کې ۸ وسله وال هم وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډفرضي کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده.

بل خوا وسله والو په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د خاکرېز ولسوالې یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو د دغې ولسوالۍ په منډیګک او شلغمي سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل او د دواړو لورو تر منځ جګړې څو ساعته دوام درلود.

د سرچنې په وینا، په دې جګړه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي، دغه راز وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

خاکرېز ولسوالۍ د کندهار ښار په شمال کې د ٦٠ کيلو متره په واټن پرته ده.

د یوه بل خبر له مخې، د میوند ولسوالۍ جوګرم سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه تونس موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې په کې ۳ تنه وژل شوي دي.

د کندهار د لوېدېځو ولسوالیو اوپراتیفي قوماندان ډګروال سلطان محمد پژواک ته وویل، وژل شوي درې واړه ملکي وګړي دې چې په یوه تونس موټر کې د میوند ولسوالۍ بازار ته روان وو.

دی وايي، په دې چاودنه کې تونس موټر ویجاړ شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.