چاريکار(پژواک، ۱۳ زمری ۹۶):د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي بريد په پايله کې يو بهرني سرتېری وژل شوی او د يوه ژباړن په ګډون شپږ نور ټپيان دي.
د کابل ولايت د قرباغ ولسوال عبدالسميع پژواک خبري اژانس ته وويل، ځانمرګي بريد کوونکي چې د مېرمنو جامې يې پر تن وې تېره شپه شاوخوا اته بجی د بهرنيو ځواکونو پر کاروان چې په سيمه کې پر ګزمه بوخت و، ځانمرګی بريد وکړ.
هغه زياتوي، په دې بريد کې يو بهرنی سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
دی وايي، د دې تر څنګ يو ملګي وګړی هم وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له خوا خپرې شوې خبرپاڼې هم د يوه سرتېري وژل کېدل او د يوه ژباړن او پنځو سرتېرو ټپي کېدل منلي دي.
سرچينه زياتوي چې ټپيان بګرام ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
په خبرپاڼه کې د سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې بريدګر پر موټر سايکل سپور و او پر امريکايي ځواکونو چې بګرام ته نږدې يې مؤقت چک پاينټ جوړ کړی وو او د سړک دواړو غاړوته د تالاشۍ لپاره ولاړ وو، بريد وشو چې ۱۱ بهرنيانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او دوه ټانګونه يې هم ويجار شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن