زرنج (پژواک،١٣ زمرى ٩٦): د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر تاسيساتو بريدکړى چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله دغه بريد له ماتې سره مخ شو.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک ته وويل چې تېره شپه يوه بجه وسله والو طالبانو چې په اووه موټرو کې سپاره وو د کمال خان بند پر تاسيساتو يې بريد وکړ .
سرچينې وويل چې وسله وال طالبان پر شپنيو دوربينونو سمبال وو او د بند له لوېديځ لوري يې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له ماتې سره مخ شو .
سرچينې زياته کړه چې په دې بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې د دوى د وژل شوي ډلمشر جسد د جګړې په ساحه کې پاتې دى.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد مسعود پژواک ته وويل چې په دې بريد کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى پر کمال خان بند نه بلکې له بند څخه لرې پر امنيتي پوستو بريد کړى او په دغه بريد کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
کمال خان بند د نيمروز د مرکز زرنج ښار په ٧٥کيلومترۍ کې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سيند واقع دى. دغه بند درې برخې لري چې د جوړېدو لګښت يې له سل ميليون ډالرو زيات اټکل شوى .
د دغه بند د درېيمې (وروستۍ) برخې کار د روان کال د وري په مياشت کې د ولسمشر اشرف غني له خوا پيل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن