ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عراق: اسلامي هېوادونه دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې يو لاس شي

عراق: اسلامي هېوادونه دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې يو لاس شي

author avatar
5 Aug 2017 - 11:48
عراق: اسلامي هېوادونه دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې يو لاس شي
author avatar
5 Aug 2017 - 11:48

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د عراق د ملي امنيت سلاکار وايي چې داعش او القاعده ډلې نړيوالو ته د اسلام مبارک دين نا سم انځور وړاندې کړی دى.

د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتره د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د ټيلېفون له لارې د عراق د ملي امنيت له سلاکار صلاح الفياض سره خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، د عراق د ملي امنیت سلاکار د هغه هېواد د لومړي وزیر او ولسمشر په استازيتوب د افغانستان د خلکو او امنيتي مشرانو څخه مننه وکړه، چې عراقي ډيپلوماتان يې په سختو حالاتو کې وژغورل.

تېره اونۍ داعش وسله والو په کابل کې د عراق پر سفارت ډله ييز بريد کړى و، خو عراقي ډيپلوماتانو ته کوم زيان نه و اوښتى.

د عراق د ملي امنيت سلاکار الفياض له حنيف اتمر سره په ياده اړيکه کې ويلي چې ترهګرې ډلې په ځانګړي توګه داعش د بشري ارزښتونو د نابودۍ هدف لري، خو د دواړو هېوادونو سياسي او نظامي رهبري به دوی ته د برياليتوب فرصت ورنه کړ.

د هغه د معلوماتو له مخې، له تېرو څو ورځو راهيسې په عراق کې د افغان ځواکونو د مېړانې او مېلمه پالنې خبرونه د عراق د ورځپاڼو او خبري رسنيو سرټکي دي او د هغه هېواد سياسي مشرانو په خپلو پيغامونو او څرګندونو کې د دواړه هېوادونو پر تاريخي او اسلامي يووالي ټينګار کړی.

د عراق د ملي امنيت سلاکار زياته کړې ده چې داعش او القاعده ډلې نړيوالو ته د اسلام مبارک دين نا سم انځور وړاندې کړی، ټول اسلامي هېوادونه مکلف دي د دې ډلو د له منځه وړو لپاره يو لاس شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، عراقي سيال ته د ولسمشر او د افغانستان د خلکو په استازيتوب د عراق پر سفارت د بريد له امله خپله خواشيني په ډاګه کړه .

هغه زياته کړې چې داعش د افغانستان په ننګرهار او د عراق په موصل کې له سختو ماتو سره مخ شول چې د دوی لپاره له زغم څخه پورته و او له همدې امله يې د انتقام په موخه په کابل کې د عراق پر سفارت بريد وکړ.

د عراق د ملي امنیت سلاکار د ټيلېفون په کرښه افغان لوري ته وويل چې د علمي، فرهنګي او سياسي همکارۍ د پراختيا لپاره روحيه پياوړې شوې او عراق چمتو دی چې دوه اړخيزو سياسي او فرهنګي همکاريو  ته پراختيا ورکړي.

دغه راز سرچينې ويلي چې د عراق د ملي امنيت سلاکار اغلي محمد حنیف اتمر ته خپل هېواد ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.