کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۶): په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو او د عامه نظم د پولیسو تر منځ په ډزو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
دغه راز په دې برید کې یو رومانیايي سرتېری هم ټپي شوی دی.
پېښه نن غرمه ۱۲ بجې کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د عامه نظم د پولیسو په لوا کې شوې ده.
يوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرنیو ځواکونو د عامه نظم د لوا په قره ول کې پر سرتېرو ډزې کړي چې په پایله کې یې د عامه نظم د پولیسو یو ساتنمن وژل شوی او بل ټپي دی.
خو دغې سرچینې د پېښې د انګېزې په اړه معلومات نه درلودل.
په کابل کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ماموریت له مطبوعاتي دفتر څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړی د عامه نظم سرتېري پر رومانیايي سرتېرو ډزې کړي چې د رومانیايي سرتېرو په ورته اقدام کې برید کوونکی سرتېری وژل شوی دی.
دغه سرتېرو د پولیسو د روزنې او مشاوریت په برخه کې دنده لرله.
د خبرپاڼې په حواله، په دې نښته کې یو رومانیايي او یو افغان سرتېري ټپیان شوي چې دواړه په کندهار کې تر درملنې لاندې دي.
خو په خبرپاڼه کې هم د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او یواځې دومره ویل شوي چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
د يادونې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار ، کندوز او ځينو نورو سيمو کې هم دا ډول بريدونه ترسره شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن