ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په لوګر کې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي

طالبانو په لوګر کې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي

author avatar
5 Aug 2017 - 20:51
طالبانو په لوګر کې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي
author avatar
5 Aug 2017 - 20:51

پل علم (پژواک ١٤ زمرى ٩٦): د لوګر چارواکي وايي، په محمد اغې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وسله والو طالبانو وژلي دي.

د لوګر د امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شپږ بجې د محمداغې له دهنو سيمې څخه طالبانو ياد شوي دوه سرتېري تښتولي وو، چې وروسته يې مړي د ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې موندل شوي دي.

ده زياته کړه، يو سرتېرى صفى الله نومېده چې د لوګر د مرکز په تربيوي مرکز کې يې دنده درلوده او بل ګل رحمن نومېده چې د کابل د کومانډو قطعې اړوند سرتېرى و.

د هغه په وينا، دا سرتېري په رخصتۍ کورونو ته راغلي وو چې طالبانو په ډېرې بې رحمۍ يې وژلي او مړي يې پوليسو ماسپښين مهال د خلکو په همکارۍ موندلي دي.

د سرخاب سيمې يوه اوسېدونکي يارمحمد، پژواک ته وويل چې له کوره د محمد اغې ولسوالۍ په لوري روان و چې د سرک په غاړه يې دوه پراته جسدونه وليدل او وروسته يې پوليسو ته خبر ورکړ.

د محمداغې ولسوال محمد رحيم امين ياده پېښه مني او وايي چې هغوى دواړه افسران وو.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

محمداغه د کابل په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې تر نورو کلونو يې سږکال امنيتي حالت خراب شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.