کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د عراق د ملي امنيت سلاکار وايي چې داعش او القاعده ډلې نړيوالو ته د اسلام مبارک دين نا سم انځور وړاندې کړی دى.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتره د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د ټيلېفون له لارې د عراق د ملي امنيت له سلاکار صلاح الفياض سره خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، د عراق د ملي امنیت سلاکار د هغه هېواد د لومړي وزیر او ولسمشر په استازيتوب د افغانستان د خلکو او امنيتي مشرانو څخه مننه وکړه، چې عراقي ډيپلوماتان يې په سختو حالاتو کې وژغورل.
تېره اونۍ داعش وسله والو په کابل کې د عراق پر سفارت ډله ييز بريد کړى و، خو عراقي ډيپلوماتانو ته کوم زيان نه و اوښتى.
د عراق د ملي امنيت سلاکار الفياض له حنيف اتمر سره په ياده اړيکه کې ويلي چې ترهګرې ډلې په ځانګړي توګه داعش د بشري ارزښتونو د نابودۍ هدف لري، خو د دواړو هېوادونو سياسي او نظامي رهبري به دوی ته د برياليتوب فرصت ورنه کړ.
د هغه د معلوماتو له مخې، له تېرو څو ورځو راهيسې په عراق کې د افغان ځواکونو د مېړانې او مېلمه پالنې خبرونه د عراق د ورځپاڼو او خبري رسنيو سرټکي دي او د هغه هېواد سياسي مشرانو په خپلو پيغامونو او څرګندونو کې د دواړه هېوادونو پر تاريخي او اسلامي يووالي ټينګار کړی.
د عراق د ملي امنيت سلاکار زياته کړې ده چې داعش او القاعده ډلې نړيوالو ته د اسلام مبارک دين نا سم انځور وړاندې کړی، ټول اسلامي هېوادونه مکلف دي د دې ډلو د له منځه وړو لپاره يو لاس شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، عراقي سيال ته د ولسمشر او د افغانستان د خلکو په استازيتوب د عراق پر سفارت د بريد له امله خپله خواشيني په ډاګه کړه .
هغه زياته کړې چې داعش د افغانستان په ننګرهار او د عراق په موصل کې له سختو ماتو سره مخ شول چې د دوی لپاره له زغم څخه پورته و او له همدې امله يې د انتقام په موخه په کابل کې د عراق پر سفارت بريد وکړ.
د عراق د ملي امنیت سلاکار د ټيلېفون په کرښه افغان لوري ته وويل چې د علمي، فرهنګي او سياسي همکارۍ د پراختيا لپاره روحيه پياوړې شوې او عراق چمتو دی چې دوه اړخيزو سياسي او فرهنګي همکاريو ته پراختيا ورکړي.
دغه راز سرچينې ويلي چې د عراق د ملي امنيت سلاکار اغلي محمد حنیف اتمر ته خپل هېواد ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن