کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل ايراني سيال حسن روحاني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه نن سهار د ايران پلازمېنې تهران ته روان شو.
ولسمشر غني به په دغه يو ورځني سفر کې د ډاکټر حسن روحاني د لوړې په مراسو کې پر ګډون سربېره د دغه هېواد له يو شمېر لوړ پوړو مقاماتو سره هم کتنې ولري او له هغوی سره به د اړيکو د لاپراختيا او دوه اړخيزه همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړي.
له غني سره په دغه سفر کې په زيربنايي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي او د جمهوري رياست د واند دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي هم ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن