چاريکار (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): ناپېژاندو وسله والو د پروان مرکز کې د پوليسو پر ګزمه بريد کړى چې پايله کې يې يو پوليس وژل شوى او يو بل ژوبل دى.
د پروان امنيې قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د دغه ټکي د بيانولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې پوليس د مرکز په دولانه سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې د وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې.
مموزي زياته کړه چې وسله وال له ساحې تښتېدلي، خو د پوليسو تر تعقيب لاندې دي.
وژل شوى کس او ټپي شوى د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روغتون سر طبيب ډاکتر عبدالقاسم سنګين وويل چې د ټپي وضعيت ښه دى.
تر اوسه پورې د بريد مسووليت هېچا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن